کور / #PTM / محسن داوړ: منظور پښتين خپل حق غواړي، نور دي دا د غدارۍ تور لګولو منصوبه ختمه سي

محسن داوړ: منظور پښتين خپل حق غواړي، نور دي دا د غدارۍ تور لګولو منصوبه ختمه سي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی محسن داوړ وايي، چي په پاکستان کی دي د خپل حق غوښتونکو لپاره د غدارۍ منصوبه ختمه سي، که نه دا به ددې ملک لپاره ډېر تاوان ولري.

ښاغلي داوړ چي تېره ورځ يې د پي ټي ايم د مشر منظور پښتين د نيولو پرضد پارلمان ته وينا کول وويل، چي په دې ملک کي د غدارۍ منصوبه تل د هغه کسانو پرضد کارول سوې ده چي د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

هغه وويل، منظور پښتين د خپلو حقونو غوښتنه کړې او د خپل قام لپاره يې د آيين په چوکاټ کي غوښتني مطرح کړي دي، خو د رياست لخوا د غدارۍ تور ورباندي تړل سوی دی.

ښاغلي داوړ وويل: “پر منظور پښتین باندې هم هغه تور لګول سوی کوم چي د پښتنو مشرانو، باچا خان، عبدالولي خان، اسفندیار ولي خان، صمد خان اڅکزي، محمود خان اڅکزي او د محمدعلي جناح پر خور فاطمه جناح باندې لګیدلي وو خو په دغه مشرانو باندې د غدارۍ یو تور هم ثابت سوی نه وو.”

محسن داوړ وویل چي پاکستان کي د غدارۍ جرم صرف د ملک په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې ثابت سوی وو چي یو منتخب جمهوري حکومت یې ختم کړی وو. نوموړي وویل د پاکستان پوځ پروېز مشرف ته سزا اوروونکي عدالت باندې نیوکي وکړي او اوس هم دغه اداره د مشرف د غیرآییني ګامونو په شا ولاړه ده.

محسن داوړ وویل که د غدارۍ فتوې داسې لګول کیږي نو هغه وخت لرې نه دی چي د یو څو سرکاري نوکرانو نه علاوه به ټول خلک غداران وګرځولی سي.

محسن داوړ پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دی، چي پنجابي رياست د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين نيولی او دا مهال يې ډېره اسماعيل خان کي جېل ته لېږلی دی.

د منظورپښتين د نيولو پرضد په نړيواله کچه لاريونونه روان دي او د پاکستان د سیاسي مشرانو، د بشري حقونو فعالینو او د بخښنې نړیوالې ادارې ایمنسټۍ انټرنیشنل او نورو نړيوالو سازمانونو د منظور پښتین او د پي ټي ایم نورو ۲۳ غړو د نیولو غندلي دي او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چي منظور پښتین او د هغه ملګري دي پرته له کوم شرط څخه سمدستي خوشي کړي.