کور / راپور / نړيوالي روغتيايي ادارې د کرونا وايرس په هکله په نړيواله کچه بېړنی حالت اعلان کړ

نړيوالي روغتيايي ادارې د کرونا وايرس په هکله په نړيواله کچه بېړنی حالت اعلان کړ

د روغتيا نړيوالي ادارې د کرونا وايروس د خپرېدو په تړاو په نړيواله کچه بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د روغتيا نړيوالي ادارې (ډبليو ايچ او) په جنيوا کي د يو کنفرانس له لاري دا اعلان وکړ او ددغه سازمان مشر ډاکټر ټېډروس ویلي دغه واېرس تر اوسه ۱۷۰ تنه په چین کي وژلي او تر اوسه پورې ۷۸۳۴ کسان واېرس وهلي دي. په دغو کي ۹۹ سلنه په چین کي دي.

Commuters wearing face masks walk in Hankou railway station in Wuhan, in China’s central Hubei province on January 21, 2020. – Asian countries on January 21 ramped up measures to block the spread of a new virus as the death toll in China rose to six and the number of cases surpassed 300, raising concerns in the middle of a major holiday travel rush. (Photo by – / AFP) / China OUT (Photo by -/AFP via Getty Images)

هغه وويل، چي په نړيواله کچه ددغه وايروس د مخنيوي لپاره همکارۍ رواني دي چي څومره ژر کيږي دا وايروس ختم کړي.

د چین په ووهان ښار کي چي ددغه وايرس مرکز ګڼل کيږي د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کرنټین پېل سوی او د چين حکومت بندیز لګولی دی چي دې ښار ته نه څوک ورتلای سي او نه ترې وتلای سي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.