کور / #PTM / مشر منظور پښتين ته!

مشر منظور پښتين ته!

د آسیا د ملتژغورنې اتل منظور پښتون ته مې تازه کرښې لیکلي دي ویې لولئ او د منظوریزې حماسې د بقاء په پار یې خپرې کړئ

خالد حيدري

منظور جېل ته ور روان دی زولنې کړي نڅاګانې
د تاریخ د غیرت ناوې په نازو کړي اداګانې

د شمشاد د حیرانتیا لمنه نوره هم غځېږي
د پامیر د قهر کریغه تر بولان پورې رسېږي

د پنجاپ د ستم لنګ د آزادۍ تُند باد دی وړی
د پښتون محکوم آواز ټولې نړۍ دی اورېدلی

په وجود د پېښور کې د غرور حماسه ناڅي
د پټان د شعور چیغې پاکستان دی لړزولی

نور د ظلم تیاره ګانې د غروب لور ته ستنېږي
په لوړ چت د هندوکش به د اټک لمرڅرک لګېږي

پاکستان به نور ورک کېږي دا هم عدل د زمان دی
د ابدال او د خوشحال دا د وختو وختو آرمان دی

په نرۍ مَلآ د لاهور به د پښتون خوځښت تېریږي
د ډیورنډ تحمیلي خط به له خپل ذات سره ختمېږي

له هرات تر شمشتو به دا ټول لوی افغانستان وي
د منظور پښتون پر سر به رنګین تاج د غفار خان وي

بیا که مړ شو دنګ خالد نو کړئ یې خښ په ملکنډ کې
چې یې پاکې پښتنې کړي ستړي روح ته دعاګانې

حيدري
2020/1/29
قمبر څلور لارې ( کابل) افغانستان