کور / #PTM / د فبرورۍ پر دوهمه د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين لمانځل کېږي

د فبرورۍ پر دوهمه د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين لمانځل کېږي

د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکز کمېټې لخوا دا پرېکړه سوې چي د فبرورۍ پر دوهمه پي ټي ايم  د شهيد ارمان لوڼي تلين لمانځي.

د پي ټي ايم يو مشر او په قامي اسمبلۍ کی د شمالي وزيرستان استازی محسن داوړ پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي د شهيد ارمان لوڼي تلين او د منظور پښتين د نيولو پرضد به احتجاجي ناستي کېږي:

د مرکزې کمېټې په غونډه کي پرېکړه وسوه چي په ګڼو ښارونو کي به د مشر منظور پښتين د خوشي کولو لپاره هم لاريونونه کېږي:

د فبرورۍ پر ۹ نېټه په لورلايي کي

د فبروري ۹ نېټه په کراچي کي

د فبروري پر ۱۶ نېټه په ډېره اسيماعيل خان کي

او د مارچ پر لومړۍ نېټه په چارسده کي.

ارمان لوڼی چي د پښتون ژغورني غورځنګ يو فعال او مخکښ وو، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر دوهمه نېټه په لورلايي کي د پاکستاني پوليسو لخوا په تشدد سره شهيد کړل سو.

د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين پر داسي مهال لمانځل کېږي چي د روان کال د جنورۍ پر ۲۷ نېټه پاکستاني رياست د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کي ونيوی او دا مهال د ډېره اسماعيل خان په زندان کي شپې سبا کوي.

د مشر منظور پښتين د نيولو په غبرګون کي د نړۍ په لراو بر کي پراخه لاريونونه روان دي. د بشري حقونو د نړيوال سازمان په ګډون د نړۍ سياسي مشرانو او پښتنو له پنجابي رياست څخه غوښتي دي چي منظور پښتين پرته له کوم شرط څخه ژر ترژره خوشي کړي.