کور / راپور / خليلزاد د سولي خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی

خليلزاد د سولي خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد نن کابل ته رسېدلی او له ولسمشر غني سره به د سولې په مسایلو خبرې اترې ولري.

خليلزاد تېره ورځ اسلام اباد کي وو او هلته يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د دغه هيواد د پوځي مشر قمر جاويد باجوه سره کتلي وه.

خليلزاد ويلي چي د پاکستاني چارواکو سره د طالبانو لخوا د تشدد پر کمولو او افغان سوله ږغېږدلی دی.

بل خوا د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د خبرو اترو لړۍ بيا پرې سوې ده او دا مهال ددواړو لوريو ترمنځ خبري اتري ځنډېدلي دي.

امريکا غواړي چي د سولي د هوکړي وړاندي طالبان تاوتريخوالی ودروي، خو طالبانو ويلي چی د يوې اونۍ لپاره تشد کمولای سي، خو په بشپړه توګه يې د تاوتريخوالي د درولو خبره نه ده منلې.