کور / راپور / اروزګان: موټرسایکل بم چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړل

اروزګان: موټرسایکل بم چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړل

د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې موټر سیکل بم چاودنې د یو ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند زړګي عبادي وویل چې، یاده چاودنه د ترینکوټ ښار اړوند په تلاني سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي د یاد برید پړه پر وسله والو طالبانو واچوله او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
وسله والوطالبانو بیا تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

خبريال:احسان الله ولسمل