کور / راپور / جګړه د ملکیانو په وژنو نه ګټل کېږي

جګړه د ملکیانو په وژنو نه ګټل کېږي

د سولي ولسي حرکت غړو په کندهار کي د یوه لاریون پر مهال له افغان حکومت او ناټو وغوښتل چي نور ملکیان ونه وژني او نه هم جګړه د ملکیانو په وژلو ګټل کېږي.
د یاد حرکت غړو په هلمند، روزګان، زابل، کندز او میدان ورګ کي د ملکي کسانو پر وژنو خواشني څرګنده کړه او له مسؤلینو ئې د داسي پېښو د مخنیوي جدي غوښتنه وکړه.
په دغه لاریون کي یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو د جنګ بس دی، غوښتنه وسوه.
لاریونوالو پر حکومت او طالبانو ږغ وکړ چي نور باید دې پردۍ جګړه کي افغانان قرباني ورنه کړي.
په لاریون کي پر ولس ږغ وسو چي نور باید د ظلم او تېریو په وړاندي ږغ پورته کړي.
#اوربند
#سوله
#PPM