کور / راپور / راس ويلسن: د ټاکنو پايلي چي هر څه وي، امريکا به د راتلونکي افغان حکومت سره کار کوي

راس ويلسن: د ټاکنو پايلي چي هر څه وي، امريکا به د راتلونکي افغان حکومت سره کار کوي

په افغانستان کي د امريکا د سفارت نوي شاژدافير راس ويلسن ويلي، چي هيواد يې په افغانستان کي د نوي حکومت سره همکارۍ ته ژمن دی.

نوموړي ويلي، چي د افغانستان د ټاکنو نتيجه چي هرڅه وي، خو دی به د راتلونکي افغان حکومت سره اوږه پر اوږه ولاړ وي.

راس ويلسن چي تازه يې په کابل کي د امريکا د سفارت شاژدافير ټاکل سوی دی په خپل ټويټ کي ويلي: ” د انتخاباتو پایلې چې هر څه وي، متحده ایالتونه د امریکا-افغانستان د مشارکت د غښتلي کولو لپاره د افغانستان له راتلونکي حکومت سره ګډ کار کولو ته ژمن دي.”

ښاغلي ویلسن همدغه راز لیکلي دي چې هېواد یې د افغانستان د ټاکنو لپاره ۲۹ میلیون ډالر مرسته کړې او دا “ځکه چي موږته هغه څه ارزښت لري چي افغانان یې د دموکراسۍ او د انخاباتي حکومت د پیاوړتیا لپاره کوي.”

د افغانستان ولسمشريزي ټاکني د تېر کال د سپټمبر پر ۲۸ نېټه وسوې، چي په لومړنيو پايلو کي اشرف غني ګټونکی اعلان سو، خو د ډاکټر عبدالله ټاکنيز ټيم دا پايلي نه مني.

لا مالومه نه ده چي وروستۍ پايلي به کله مالومېږي.