کور / اقتصادي / پر پاکستان د ملخانو هجوم: زرګونه هکتاره زراعتي مځکه يې سپېره کړې ده

پر پاکستان د ملخانو هجوم: زرګونه هکتاره زراعتي مځکه يې سپېره کړې ده

د پاکستان په پنجاپ او سند صوبه باندي د صحرايي ملخانو جوپې راغلي دي او ددغه سيمو کرنيزو محصولاتو ډېره برخه يې سپېره کړې ده.

د راپورونو له مخي دغه ملخان چي کرنيز توکي خوري، لومړی له ايران څخه پاکستان ته ورغلي او اوس يې مخه د خيبر پښتونخوا پر لور ده.

د پاکستان د حکومت د نه اقدام او د ښې هوا له کبله د دغو ملخانو په شمیر کي د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتوالی راځي.

د خوراک او زراعت په برخه کي د ملګرو ملتونو د ادارې د څیړونکي ژینس لایرکي په خبره د ملخانو یوه کوچنۍ ډله کولای سي د شاوخوا ۳۵ زره انسانانو خوراک په یوه ورځ کي له منځه یوسي. دغه ملخان په ریګونو کي هګۍ اچوي او نسل یې ډیریږي. د کارپوهانو په وینا دغه ملخان ډیر چټک الوزي او کولای سي چي په و رځ کي د سلو او دوه سوه کیلومترو په فاصله مزل ووهي.