کور / راپور / کندهار: سپين بولدک کي د سترپاسوال عبدالرازق اڅکزی فرهنګي مرکز پرانيستل سو

کندهار: سپين بولدک کي د سترپاسوال عبدالرازق اڅکزی فرهنګي مرکز پرانيستل سو

نن د کندهار ولايت په  سپين بولدک ولسوالۍ کي د اروا ښاد سترپاسوال عبدالرازق اڅکزی فرهنګي مرکز او عامه کتابتون پرانستل سو‎.

په همدې موخه جوړه سوې غونډي کي د ياد کتابتون مسؤل ابراهيم تاج وويل، د جوړ سوي کتابتون غنی کولو لپاره د کندهار امنيه قومندان او يو شمیر رئيسانو زرګونه ټوکه کتابونه هديه کوي او د ولايتي ادارې او ملي سوداګرو یې غوښتنه وکړه، چي د ياد کتابتون د غونډو عمومي تالار جوړولو کي همکاري وکړي، تر څو د ازادې مطالعې او یاد کتابتون څخه په ښه توګه استفاده وسي او لازمي اسانتياوي جوړي سي.

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان مینب د سولي او ملي يووالي په برخه کي د شهید عبدالرازق اڅکزی کړي خدمتونو وستایل او قدردانی یې وکړه او د ياد کتابتون له پرانيستلو څخه يې موخه په لېري پرتو سيمو کي مطالعې ته د ځوانانو هڅونه او خپلواکۍ اتل او هیواد د دفاع شهید ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي ياد ژوندی ساتل یاد کول او په خبره یې ولايتي اداره هڅه کوي، چي ټولو ولسواليو کي ځوانانو ته د ازادي مطالعې زمينه برابره کړي.

په غونډه کي د سپين بولدک ولسوال او يو شمیر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او د ځوانانو د ذهني پياوړتيا لپاره يې د مسؤلينو او ملي سوداګرو وغوښتل، چي ورته فرهنګي او د مطالعې مرکزونو نور هم جوړ کړي، تر څو ځوانان د زده کړو لپاره لازمو اسانتیاو ته لاسرسي پیدا کړي.