کور / #PTM / ارمان ولي  ووژل سو ؟ ارمان چا وواژه او هدف يي  څه وو ؟

ارمان ولي  ووژل سو ؟ ارمان چا وواژه او هدف يي  څه وو ؟

ليکنه:پښتون ځیرک 

ارمان ځکه ووژل سو چي د خپل وطن لوی لوی ارمانونه یې درلودل. پر پښتني خاوره ارمان او ارمان ته ورته ډیر ګلونه د ګل کیدو تر مخه د ډیرو ارمانونو سره د ځوانې پر ښاخ چپه سول او د خپلو ارمانونو سره سره تر سل منه خاورو لاندي سول.

چي دستار تړي هزار دي ، د دستار سړي په شمار دي.

د پښتنو پر خاوره یو ماشوم د سنځاوۍ د نوي کلي د محمد اسمعیل په کور کی نړی ته سترګي پرانیزي، دا ماشوم چي مینه او وینه یی د افغان وطن د فقر ، استعمار ، استثمار او د ۸ لسیزو سره تړلې ده، د ژوند په هر پړاو کښی د عمر او توان مطابق خپله مبارزه کوي. کورنۍ يې دومره لاچاره او بې وسه ده چي دا ځوان د الیکئن څراغ و کمزوري رڼا ته درس وایي، سره له دې تکليفونو دا ځوان د سکرو په کان (معدن) کي لومړی ځل مزدوري پیل کوي ورسره ښوونځی ته هم ځي، سره د ډيرو مشقتو ځان د پوهنتون تر شاملېدو رسوي، ان دا چي تر فراغت پوري د ژوند په هر پړاو کښي چي يې څومره علمي درجه لوړیدل هغومره يې د فکر ساحه پراخیدل، پوښتني او نظریات پیدا کیدل.
•          د ضيأالحق مارشللا او د طالب جنګیالیانو پیدا کیدل!؟
•          زما وطن څه ډول دی ؟ جنګ چا جوړ کړی او ګټه یې چا ته رسیږي؟
•          اخیر زموږ حق څه جوړیږی او څه باید وکړو ؟
دا او دې ته ورته پوښتني کرار کرار په ذهن کښي ور پیدا کیږي (؟؟؟).
اخیر ژوند ، کور فامیل ، کلی وطن هر څه خو غوښت غواړي تر څو به د سکرو په کانونو کښي مزدوري کوم راځه یو دوامداره کسب زده کړم تر څو کلی او کور ته هم ګټه ورسوم، دا ځل د خیاطي زده کړه کوي او خیاط جوړيږي.
دا ځوان پر ځان مین وو ، پر کور مین وو ، پر کلی مین وو ، پر وطن مین وو ، پر پښتون مین و ، پر افغان مین وو ، پر پښتو مین وو او لنډه دا چي پر لوی افغانستام مین وو.
د ځوان ددغه نابغه فکري نوښت زېږنده دا کيږي چي ځوانان و دغه پورته سوالو ته متوجه کوي، دا ځوان ځوانیمرګ محمد ابراهیم لوڼي نومیږي چي په دې وخت کي منحوسه او پليت (ای ایس ای) خبريږي او له همدې شريري ځالي څخه خبر ورکول کيږي چي، سم (؟) ښوره مبارزه دي پریږده. دا ځوان پر ځان باوري وو د پښتو ژبي پوهاند وو ، پښتو يې ايمان وو، پښتو یی خپله کړی وه ، پښتو يې عزت وو ، پښتو په زړه ډک ساتلی وو، پښتو يې د غرور انتهأ وه،  د پښتنو په منځ کی اوسیدئ څنګه به د پښتو او پښتنو د خدمت او مبارزې څخه داسي په اسانه لاس اخلي. دا خو امکان نه درلود، خو د هغي ورځي په تمه وو تر څو وطن او اولس د داسي یو چتر لاندي را غونډ کړي چي د ژوند بقا پکښي وویني. اخ خدایه څومره ژر سهار سو ، زما قام څومره بدبخته وو د ارمان د ارمانونو په قدر نسو پوه !!!
خیر ژوند روان وو ! د خدای یو لوی رحم پر پښتون قام يو وار بيا وسو چی د پښتون ژغورني غورځنګ یې د منظور پښتون تر مشرۍ لاندي په ۲۰۱۸ کال کي را وټوکېدی. ځوانیمرګ لوڼي به مشر منظور ته ویل چي، ډیر وخت وروسته خدای ج داسي تحریک را کړ چي تر چتر لاندي به يې تر خپله وسه د قام خدمت کوم، که پروفیسور نه وم خیاط خو به یم خو د خپل وطن به یم ، د خپلو خلګو تر څنګ به یم.
فکر یی شاه و خوا د وطن پر څلورو اطرافو وو ، په بر وطن افغانستان کی د طالبانو اخ و ډب چي حمایه يې تور پنجاب د پښتونخوا  له طريقه څخه کول. هر کله به یې دا فکر کاوه چي یو ورور به تر کله بل ورور وژني؟، څنګه به موږ دا حالت بدلوو؟، موږ په ولي تل د خپلي لمن اور اخلو؟ افغانستان به تر کله د پښتونخوا څخه د پنجاب په دسیسو ناارامه وي ، اخیر زموږ د افغانستان څخه کومه رشته لرو او په مقابل کي یو د بل پر ضد په غیري شعوري توګه استعمالیږو.
( هر څه چي وو موږ ته وطن ښکلي وو ، کب ته وي خوږي د سمندر اوبه ) .

د هوښیارانو په څیر یې فکر وکړ چي دا د لوی قام مباره يوازي نه کیږي ، لاره اوږده ده او څراغ ته ضرورت سته ، داسی څراغ چي د میني، محبت ، ترحم او زړه سوي سمبول وي او هغه یی خپله مینه ناکه خور وړانګه ده دا ورته معلومه وه چي مبارزه بیله ښځو نه کیږي ځکه په پښتني او افغاني ټولنه کښي ښځي دي چی د جنګ لوی قیمت ادا کوي ، که میړه مړ سی هم ښځه خواره ده ، که زوی مړ سي هم که ورور مړ سي هم او که پلار مړ سي هم .  نو خپله کشره خور د خپل لاري ملګری کوي ، دا کلتور ماتوي تربور به هر څه وایی خو د قام د آزادۍ او ابادۍ لپاره نور موږ نر او ښځي اوږه پر اوږه مبارزه پیل کوو.
د نړۍ سیاست د لویو لويو پیښو سره بدلیږي او د  طالبانو حکومت ختمیږی خو هر څه څاري. لمړی یې د پښتونخوا څخه پیلوي او تعلیم د ټولو حق ګڼي او تر دغه شعار لاندي [ چي هر بچی په مکتب کي او هر استاد په ښوونځی کي ] مبارزه پیلوي.
وطن بل پړاو ته ځي ! دلته خبره د کرښي یو طرف نه بلکی دواړي خواوي دي . بهرني فکتورونه په ۲۰۰۴ کښي د استعمار په نوم پر وجود راځي او جنوبي وزیریستان کي د اسلام او طالبانو په نوم بیا د افغان جهاد لپاره د دهشتګردو او یاغیانو ګروپونه جوړیږي او د پښتون په پاکه خاوره د بل جنګ تابیا نیول کیږي ، ځانونو او عام اولس ته دا قناعت ورکول کیږي چي ګواکی امریکایان راغلل او جهاد باید وسي.
لنډه دا چي تاریخ ته مراجعه وکړئ چي د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۴ پوري د پښتونخوا په هر ښار ، هر مسجد ، هر مکتب، هر بازار ، هره جرګه کي د هر ماشوم ژوند ، د هر نر او ښځي ژوند ، هر کشر او مشر ژوند ته مرګونی ګواښ جوړ سو… په لنډه توګه د ورځي ۲۰۰ کسان شهيدان کیدل. ځوانیمرګ لوڼي مبارزه مخته وړل .
سیاسي ګوندونو ، عامو او بانفوذو خلګو ورته زیات وویل چی دا مه کوه ده به فقط ورته ویل تر خپله وسه اخته یم ، نظامي عملیات شروع سول ، بازارونه او مسجدونه ،کورونه او کلی ونړیدل ، انسانان بیځایه سول ، ووژل سول. دا ځوان تر خپله وسه اخته دی او په زړه خوړل کیږي خو په خوله څه نسی ویلاي ، ږغ نسي کولای.
دا نو هغه وخت دی چی د پښتونخوا اولس نور انفجار ته اماده دی او فقط یوداسي ږغ ته منتظر دی چی حالت ته تغیر ورکړي. د نېکه بخته ووایم که د بدبخته . کله کله داسی غمونه پیښیږي چی د میلینونو انسانانو ژوند ژغورل کیږي ، هغه دا و چي پنجابي دښمن یو نازنین ځوان د نقییب الله محسود په نامه په کراچي ښار کي په کال ۲۰۱۸ م کي په شهادت رسول کيږي. دلته نو اولس د وخته اماده دی او عملاً ږغ کوي او خپله د قام فیصله کوي. په جنوري ۲۶ د محسود قام ځوانان کراچي ته ولاړل د محسود تحفظ مومنټ تر نامه لاندي هلته خپل لانګ مارچونه کوي چي ولي مو خلګ ورکېږي؟ ، قتلونه ولی کیږي؟ ، کورونه مو ولی ورانیږی؟
لکي مروت ، کوهاټ ، پېښور ، چهارصده ، مردان ، صوابۍ ، چي بلاخره په اسلام برباد کی لاریون لس ورځي دوام کوي . دا ځوان هر څه ګوري او په غور یی تعقیبوي. د لاریونه په دریمه ورځ خلګ زیاتیږی او پسله یوه میاشت دا تحریک د پښتون ژغورني غورځنګ په نامه باندي بدلیږي . جلسې تر کوټي ښار پوري راځي چي وروسته د سنګر ، شهراني ، ږوب ، قلعه سیف الله کي ۱۲ تاریخ جلسه کیږي. دا ځوان د داغه جلسو تیاري نیسي او انتظام کوي .
دښمن نامرده دومره وختي پوه وو چی لوڼی هغه څوک دی چي د قام ویښتیا یی غوښتل ، پر خپله مځکه يې خپل اختیار غوښت ، پردي جنګونو يي په خپل کور کښي ختمول ، تر ټولو مهمه خبره دا چی په دا مسائلو د ډیره پخوا څخه پوه وو او دوښمن داسي کس ژر د منځه وړل غواړي .

ژوند له اعتبار په کار دي ، لږ انتظار په کار دي.

ځوانه هنر یې زده که ، ځوانه لږ زیار په کار دي.

یتیم وطن څه کوي ورته مړ پلار پکار دي.

ارمانه وژنه مي مه ژوند مې پکار پکار دي.

لوڼي پوهېدئ چي دده پر قام باندي تور ماښام راتلونکی دی او اوس هم د پښتونخوا د اسمان مخ تور دودونو او لوګيو نیولی دی لاره اوږده ده او مزل اوږد دی ، خطرات سته خو شپه تاریکه ده د ړون سهار او روښانه راتلونکي لپاره وړانګه مهمه ده . وړانګه به د لوڼي د تورو تیارو مله وه.

وړانګه نه یوازي بی وروره سول ، یو لوي ټبر بي داسي بچي سو چي بل داسي بچی روزل به ورته کلونه کلونه وخت ونیسي ، وړانګه د تورو تیارو په منځ کښي پاته سول او پښتون ټبر او پښتونخوا باندي د لوڼي دومره لوی پور پاته سو چي ادا کول یی لوی او ویښ ضمیرونه غواړي.

ارمان ته ورته د پښتون وطن هر بااحساسه ځوان وخت تر مخه وژل سوي او د لو لړ ارمانونو سره تر خاورو لاندي سوي دي. دا د هر پښتون ځوان د ژوند کیسه ده. په دی هیله چي د پښتون پرکهول دي د نوروغمونو او تور تمونو دا ناپایه  لړۍ پاي ته ورسیږي.
د لوی افغانستان ارمانجن ځوانیمرګ لوڼي ته جنت الفردوس غواړم ، فامیل او ټول پښتون کهول ته د زړه صبر.
درنښت
پښتون ځیرک