کور / #PTM / ترهګر رياست د شهيد ارمان لوڼي د تلينغونډي ميدان ته اوبه خوشي کړي دي

ترهګر رياست د شهيد ارمان لوڼي د تلينغونډي ميدان ته اوبه خوشي کړي دي

نن د فبرورۍ دوهمه نېټه د پښتون ژغورني غورځنګ د فعال او مخکښ ارمان لوڼي د شهادت لومړی تلين دی.

د ارواښاد لوڼي د لومړي تلين په مناسبت په محکومن وطن کي د لمانځغونډو تياری نيول سوی دی او نن به د محکوم وطن په ګډون په اروپايي هيوادونو کي هم د شهيد ارمان په ياد غونډي ترسره کېږي.

د جنوري پر ۱۲ نېټه د بنو په جلسه کي د پي ټي ايم مشر منظور پښتين اعلان وکړ چي د ارمان لوڼي د شهادت تلين به په شانداره مراسمو لمانځي، خو ترهګر رياست ښاغلی پښتين د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په پېښور کي ونيوی او دا مهال د ډېره اسماعيل خان په زندان کي شپې سبا کوي.

پرون د پي ټي ايم مشرانو په ټانک کي د ارمان لوڼي د تلين په مناسب د جلسې خبرداری ورکړي، خو نن په د ټانک پر مرکزي ميدان د ترهګر رياست لخوا  اوبه ور ايله سوي دي او  ټول ميدان يې له اوبو ډک کړی دی.

ترهګر رياست تل هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ اواز په زور او تشدد سره ختم کړي، خو د غورځنګ مشران وايي چي د پنجابي رياست دا کړني به ددوی عزم نور هم پياوړی کړي او د پښتنو د حقونو لپاره به خپل اواز تر نړۍ ورسوي.