کور / #PTM / پنجابي رياست د پي ټي ايم مخکښ عالمزيب مسيد نيولی دی

پنجابي رياست د پي ټي ايم مخکښ عالمزيب مسيد نيولی دی

تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کي د پښتون ژغورني غورځنګ فعال عالمزېب مسيد د پاکستاني رياست لخوا بېول سوی دی.

تر دا مهاله د ښاغلي مسيد د ځای ځايګي په هکله مالومات نسته، خو تېره شپه د ترهګر رياست پنجابي عسکرو هغه له کوره ايستلی او د تشدد کولو سره يې هغه نامالوم لوري ته بېولی دی.

دهغه نیولو ته څلور وسله وال ګاډي ورغلي وو.
دا په داسي حال کي ده چي نن د فبروري دوهمه په ټول محکوم وطن او نړۍ کي د ارمان لوڼي تلین په مناسبت جلسې جوړېږي او عالمزيب به وینا ورته کولای.
عالمزيب تېر کال اته مياشتي د پنجابي ریاست په تورو جېلونو کي بندیوان وو خو اوس یو ځل بیا د ظالم ریاست ترهګرو خفیه ادارو په اشاره بندیوان کړل سو.