کور / #PTM / فرانسه کي د پي ټي ايم په ملاتړ ستر احتجاجي لاريون وسو

فرانسه کي د پي ټي ايم په ملاتړ ستر احتجاجي لاريون وسو

تېره ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين په ملاتړ  او د شهيد ارمان لوڼي د وژني پرضد ستر احتجاجي لاريون وسو چي تر دوه زرو زياتو پښتنو پکي ګډون کړی وو.

د احتجاج ګډونوالو د پي ټي ايم پر وړاندي پاکستان دترهګر رياست وروستي اقدامات وغندل او د مشر منظور پښتين د خوشي کولو شعارونه يې ورکړل.

په دغه احتجاج کي چي مېرمنو ، ځوانانو  او ګڼو مشرانو ګډون کړی وو، د بشري حقونو له نړيوالي ادارې څخه يې وغوښتل چي پر پنجابي رياست فشار راوړي ترڅو هغه کسان خوشي کړي چي د خپلو حقونو لپاره يې اواز اوچت کړی دی.

پنجابي رياست د جنورۍ پر ۲۷ نېټه په پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين ونيوی او دا مهال يې د ډېره اسماعيل خان په زندان کي زنداني کړی دی.

دا پر داسي مهال ده چي نن د فبروري پر دوهمه نېټه د پي ټي ايم د مخکښ او فعال شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين لمانځل کېږي او په همدې مناسبت د محکوم وطن ترڅنګ د نړۍ په سترو ښارونو کي د ارواښاد لوڼي په ياد غونډي او جلسې کېدونکي دي.

په ورته مهال د پاکستان ترهګر رياست د پي ټي ايم مخکښ او فعال عالم زېب مسید هم تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کي له خپله کوره ايستلی او نامالوم لوري ته يې بېولی دی.