کور / #PTM / د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين د نړۍ په لراوبر کي ولمانځل سو

د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين د نړۍ په لراوبر کي ولمانځل سو

تېره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ د فعال ارواښاد شهيد ارمان لوڼي د لومړي تلين په ياد د نړۍ په لراوبر کي پراخ جلوسونه وسول.

شهيد ارمان لوڼی د ۲۰۱۹ کال د فبروري پر ۲ نېټه د کوزي پښتونخوا په لورلايي سيمه کي د پوليسو لخوا په تشدد سره خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ارواښاد لوڼي په ياد تېره ورځ د محکوم وطن په ګڼو ښارونو کي يادغونډي وسوې چي پکي په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی وو. په کوټه، قلعه سېف الله، لورلايي او چمن کي غونډې جوړي وسوې او همدارنګه د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کي هم يادغونډي ترسره سوې.

ددې ترڅنګ په ګڼو اروپايي هيوادونو بلجيم، فرانسه او هالنډ کي هم د ارواښاد لوڼي د تلين په ياد او د مشر منظور پښتين د خوشي کولو لپاره جلسې وسوې، چي په زيات شمېر پښتنو پکي ګډون کړی وو.

د ارواښاد لوڼي تلين پر داسي مهال لمانځل کېږي چي پنجابي رياست د جنورۍ پر ۲۷ نېټه د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کي ونيوی او د ډېره اسماعيل خان زندان ته يې ولېږدوی. په ورته مهال د فبروروۍ پر ۱ نېټه پاکستاني رياست د پي ټي ايم بل فعال عالمزېب مسيد هم په ډېره اسماعيل خان کي له خپل کور څخه بوتی او تر دا مهاله يې د ځای ځايګي په هکله مالومات نسته.