کور / راپور / روغتيا وزارت: له چين څخه د افغانانو بېړنی انتقال ۳۰ مليونه وګړي د کروناويرس سره مخ کوي

روغتيا وزارت: له چين څخه د افغانانو بېړنی انتقال ۳۰ مليونه وګړي د کروناويرس سره مخ کوي

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، چي په چين کي د پاتي افغان محصلينو د راستنولو لپاره يې بشپړ تدابير نيولي دي او د بېړني حالت د ختمېدو سره سم به دغه محصلين افغانستان ته راستانه کړي.

تېره ورځ د روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فېروز يوې خبري ناستي ته وويل، چي کرونا وايرس ډېر خطرناک او زر خپرېدونکی دی، نو له همدې امله د چين په ووهان ښار کي د افغان محصلينو په راستنولو کي د بشپړ دقت څخه کار اخلي.

هغه زياته کړه، چي د نړيوالي ادارې د خبرداري له امله چي په نړۍ کي يې د بېړني حالت اعلان وکړ، د چين له ووهان ښار څخه هيڅوک بهر ته د تلو اجازه نه لري.

نوموړي زیاته کړه: “د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، څو چي بېړنی حالت رفع نه سي، له ووهان ښار څخه باید څوک بهر نه سي. که موږ دغه ۴۱ تنه انتقال کړو ایا موږ کولای سو چي ۳۰ میلیونه وګړي وقایه کړو؟ یعنې د ۴۱ تنو په نتقالولو سره موږ ۳۰ میلیونه وګړي له ناروغۍ سره مخامخ کوو. په انتقال کي باید له عجلې او احساساتو څخه کار ونه اخیستل سي.”

هغه وویل د کابل په نړیوال هوايي ډګر کي یې مجهز روغتیايي ټېمونه ګمارلي او ۳۰۰ احتیاطي روغتیايي بسترونه یې برابر کړي دي.

ښاغلي فیروز وویل چي د تېرې یوې اونۍ راپديخوا ۲۶۲ تنه چي۲۳۳ یې افغانان دي له چین څخه افغانستان ته ستانه سوي چي دا مهال پخپلو کورنیو او د اوسېدو ځایونو کي د روغتیايي ټېمونو لخوا څارنه کیږي.

کرونا وايرس چي د چين په ووهان ښار کي په لومړي ځل پيدا سو، د يوې مياشتي په ترڅ کي يې ۳۰۰ کسان وژلي او دا مهال ۱۷۰۰۰ کسان په دې ويرس ککړ دي.