کور / راپور / خليلزاد: د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره يو جامع مرکچي ټيم ته اړتيا سته

خليلزاد: د طالبانو سره د بين الافغاني خبرو لپاره يو جامع مرکچي ټيم ته اړتيا سته

د افغانستان د سولي لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد وايي، چي د طالبانو سره د بين الافغاني مذاکراتو لپاره يو جامع او ټولشموله مرکچي پلاوي ته اړتيا سته چي د خبرو پروسه مخ ته بوزي.

په کابل کي د امريکا سفارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چي خليلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کي د افغان مشرانو سره دا خبره کړې او پردې ورسره ږغېدلی دی، چي څنګه د طالبانو سره د خبرو لپاره يو افغاني جامع شموله ټيم برابر سي.

خلیل‌زاد په کابل کي د ملي یووالي حکومت له مشرانو ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو په هڅو سلا مشورې وکړې.

بل خوا د افغانستان د سولي وزارت ويانده ناجيه انوري وايي: د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: “تقریباً پنځه میاشتې مخکي د افغانستان دولت له سیاستوالو، مدني ټولنو او د خلکو له استازو او بېلابېلو پاړکیو یا اقشارو سره له ډېرو پراخو مشورو وروسته د مذاکرې لپاره یو ټیم جوړ کړ. دا ټیم له سیاسي او ټولنیزه پلوه یو ډېر ټول‌شموله هیئت دی. دا پلاوی اماده دی هر وخت چي د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل سي په هغه کي ګډون وکړي.”

زلمي خلیل‌زاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې څه باندې ۱۰ واره د قطر په پلازمېنه دوحه کي له طالبانو سره رسمي غونډې کړي.

خليلزاد کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال ويلي، چي د طالبانو سره يې په خبرو کي کوم پرمختګ نه دی کړی.