کور / راپور / چارواکي: په جوزجان کي د طالبانو د سرې قطعې ۶ غړي وژلي دي

چارواکي: په جوزجان کي د طالبانو د سرې قطعې ۶ غړي وژلي دي

د جوزجان چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي يې د طالبانو د سرې قطعې ۶ غړي وژلي او ۲ تنه نور يې ژوبل کړي دي.

د چارواکو په وينا، ياد وسلوال هغه مهال ووژل سول چي په (خانقا) ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو په يو کمين کي کښېوتل.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو په وينا، په وژل سويو کي د مولوی احمدشاه په نوم د طالبانو د سرې قطعې يو قومندان هم شامل دی.

سره قطعه د طالبانو لومړۍ درجه ځواک دی، چي په سختو عملياتو کي ورڅخه کار اخيستل کېږي.

طالبانو تر دامهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.