کور / راپور / چارواکي وايي، طالبانو تخار کي يو منځنی ښوونځی سوځولی دی

چارواکي وايي، طالبانو تخار کي يو منځنی ښوونځی سوځولی دی

د تخار د والي وياند جواد هجري وايي، چي نن سهار ۱۱ بجې طالبانو د تالقان ښار اړوند يو منځنی ښوونځی سوځولی دی چي ورسره ټول اسناد او لوازم له منځه تللي دي.

ښاغلی هجري وايي، چي دغه ښوونځی د بهارک ولسوالۍ سره پر پوله پروت دی، خو د تالقان ښار  اړوند دی.

د هغه په وينا، چي دغه ښوونځی يو ساتونکی لري، خو نن هغه ساتونکی رخصت وو.

د تخار د پوهني رياست وياند عظيم الله توحيدي وايي، چي په دغه ښوونځي کي ۱۷۴ هلکان او ۱۱۸ انجونو زدکړي کولې.

توحيدي زياتوي، چي په ښوونځي کي ټول لوازم په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

طالبانو د يادي پېښي په تړاو تر دا مهاله څه نه دي ويلي.