کور / راپور / د سوري ځواکونو په بريد کي ګڼ ترکي پوځيان وژل سوي دي

د سوري ځواکونو په بريد کي ګڼ ترکي پوځيان وژل سوي دي

ترکي چارواکي وايي، چي په سوريه کي ددوی پر ځواکونو د سوريې حکومت بريد کړی او څلور پوځيان يې وژلي دي.

د راپورونو له مخي دغه هوايي بريد د سوري ځواکونو لخوا د ترکي پوځيانو پر هډه سوی دی او ګڼ پوځيان يې ژوبل کړي هم دي.

د ترکيې د دفاع وزارت وايي، چي سوري ځواکونو زموږ د خبرداري سره سره پر هغه سيمه بمباري کړې چي ترکي ځواکونه پکي مېشت وه.

د وزارت په خبره، ترکيې هم د خپل لوري په ادلب ښار کي د سوري ځواکونو ځيني اهداف په نښه کړي دي.

له دې بريد وروسته په سوريه کي ترکيې د روسي ځواکونو سره ګډ پوځي عمليات ځنډولي دي.

دا مهال ترکيې د کردانو پرضد د عملياتو لپاره په سوريه کي  ۱۲ پوځي هډې جوړي کړي دي.

.