کور / #PTM / د پي ټي ايم مخکښ عالمزېب مسيد زندان ته لېږدول سوی دی

د پي ټي ايم مخکښ عالمزېب مسيد زندان ته لېږدول سوی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ  فعال عالمزيب مسيد نن د ډېره اسماعيل خان يو عدالت زندان ته لېږلی دی او له ۱۴ ورځو وروسته به بيا هغه عدالت ته وړاندي کيږي.

ښاغلی مسيد د فبرورۍ پر دوهمه نېټه نيمه شپه ترهګر پنجابي رياست له خپل کور څخه پورته کړی وو او اوس يې زندان ته لېږلی دی.

پر ښاغلي مسيد د ترهګر رياست لخوا مقدمه درج سوې ده او د همدغه مقدمې اورېدنه به ۱۴ ورځي وروسته کيږي.

د عالمزېب مسيد مدافع وکيل مجيد مسيد وايي: (پر عالمزېب مسید او منظور پښتین باندې په ډېره اسماعیل خان کي تر ۱۶ زیاتې مقدمې جوړې سوي دي. موږ پرون د عدالت قاضي ته وويل چي يوه ورځ د ټولو مقدمو د اورېدنې لپاره وټاکه چي موږ پکي په ګډه د اورېدنې درخواستونه ورکړو. پنځلس ورځې پس به عالمزېب بیا عدالت ته وړاندې کيږي چي قاضي به ترې په زندان کي د ورکړل سویو سهولتونو پوښتنه کوي. له هغه پس به موږ د عالمزېب او منظور پښتين د ضمانت لپاره درخواستونه جمع کوو.)

دا پر داسي مهال ده چي د پي ټي ايم مشر منظور پښتين هم د پنجابي رياست لخوا د جنورۍ پر ۲۸ نېټه د شپې مهال په پېښور کي  ونيول سو او په ډېره اسماعيل خان کي زندان ته لېږدول سوی دی.