کور / اقتصادي / یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ له افغان سوداګرو سره دوکه کوي.

یو شمېر بهرنۍ کمپنۍ له افغان سوداګرو سره دوکه کوي.

 په بهر کې یو شمېر هغه کمپنۍ چې افغان سوداګر ورڅخه سوداګریز توکي پېري، د راکړې ورکړې په صورت کې ورسره دوکه کوي.
د هېواد یو قومي مشر او سوداګر مطیع الله مطیع وایي چې څه موده مخکې یې د ( Witchayaporn chayaman paper LTD) په نامه له یوې ټایلندۍ کمپنۍ سره د توکو د پېر قرارداد درلود چې له شاوخوا شل زره امریکایي ډالرو تر استولو وروسته یې د نوموړي ټول ادرسونه بلاک کړي دي او توکي یې نه دي ترلاسه کړي.
مطیع چې د سوداګرۍ خونې غړیتوب لري، له دې سره سره یې له سوداګرۍ خونې، بهرنیو چارو وزارت او په هند کې د افغانستان له سفارت څخه مرسته غوښتې چې تر دې دمه یې چا لاسنیوی نه دی کړی. نوموړی ټایلنډ هېواد ته تللی او او د یاد هېواد دولت ځکه ورسره مرسته نه کوي چې افغان حکومت یې ورته یادونه نه ده کړې.
هغه تر دې مخکې په هند کې د افغانستان سفارت ته د دې لانجې د حل په موخه یو لیک ورکړی و چې سفارت یې د لیک په ټاپه کولو کې ناغیړي کړې وه.
مطیع له افغان دولت او د سوداګرۍ خونې غوښتنه کړې ده چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي او له یادې کمپنۍ سره یې لانجه ختمه کړي.