کور / راپور / ماما قدير بلوڅ: پاکستاني استخبارات هره ورځ ګواښونه راته کوي

ماما قدير بلوڅ: پاکستاني استخبارات هره ورځ ګواښونه راته کوي

د ورکو سويو بلوڅانو د لټون سازمان مشر ماما قدير بلوڅ وايي، چي په دې وروستيو کي پاکستاني استخبارات ده ته ګواښونه کوي او څو ځلي يې ستونزي ورته جوړي کړي هم دي.

ماماقدير بلوڅ وايي، چي د پاکستاني استخباراتو کسان ده ته ګواښونه کوي، چي د ورکو سويو بلوڅانو د لټون څخه دي لاس واخلي، که نه وي دا کار به دده لپاره بدي پايلي ولري.

نوموړي وویل ادعا وکړه چي د خاموشه ګيدو په بدل ګي ورته د ګورنر تر چوکۍ لا وړاندیزونه سوي دي خو د ده په وینا له خپلې مبارزې به پرشا نسي.

“دوی مخامخ راځي او په کوټه ګي په ګيمپ ګي راسره کښېني او وايي چي اوس دې عمر تېر دی لاړ شه کور ته او له دړکو سره د مراعاتو هم راته وايي خو زه ورته وایم چي له تاسو سره یوازې دوې لارې دي یا به مې لا درکه کړی او یا به مې مړی وغورځوی خو زه به خپله سوله ییزه مبارزه تر هغه وخته جاري ساتم چي ورک کړل سوي کسان نه وي دا پیدا سوي.”

ماماقدير بلوڅ وايي، چي دا مهال د ۵۰ زرو داسي کسانو ليست ورسره دی، چي د پاکستاني استخباراتو لخوا نيول سوي دي او په دوی کي د زرګونو کسانو مړي موندل سوی او ډېری لا هم لادرکه دي.

“د خلکو په لا درکه کولو ګي ډېره توندي راغلې ده ، نه یم خبر چي دوي په دې اړه تګلاره بدله کړې ده چي پورته یې کړی ، تر اوسه له ما سره د ۵۰ زره ورک کړل سوو لسټ پروت دی ، که یې هر څوک او هره اداره لیده غواړي را دې سي زه به یې ور ښکاره کوم ، په ورک کړل سوو ګي د ۱۰ زرو مړي غورځول سوي دي او په دې ګي ډله ییز قبرونه هم شامل دي.”

پاکستاني رياست د بلوڅانو په ګډون ۴۰۰۰ پښتانه هم لادرکه کړي دی چي په ډېری کسان يې وژلي او په زرګونو لا هم لادرکه دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ يوه غوښتنه هم داده چي د لادرکه کسانو پته دې ولګېږي او هغه کسان دي محکمه سي چي ددوی په وژلو او لادرکه کولو کي لاس لري.