کور / اقتصادي / سلګونه پاکستاني لارۍ د جواز نه لرلو له امله درول سوې دي

سلګونه پاکستاني لارۍ د جواز نه لرلو له امله درول سوې دي

پاکستاني سوداګر وایي د افغان حکومت د تازه اقداماتو له امله یې سلګونه باروړونکي موټر په تورخم ګي درول سوي دي.

 دغه سوداګر وایي افغان حکومت له پاکستاني موټرونو تازه د جوازونو او روډپاس غوښتنه کوي چي له دې امله سلګونه موټر په تورخم ګي درول سوي دي. د افغانستان لوري ته د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چي اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.

ددغه خونو چارواکي وايي افغان حکومت مخګي له مخګي پاکستاني موټرونو ته خبرداری ورکړی دی چي له جواز پرته افغانستان ته تګ راتګ نه سي کولی. افغان حکومت داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چي پاکستانی لوری له کلونو راهیسې افغان سوداګر په بېلو نومونو ځوروي او زیانونه ورته اړوي.