کور / راپور / د زندانيانو د فکري ودي په موخه د غور په زندان کي کتابتون جوېږي

د زندانيانو د فکري ودي په موخه د غور په زندان کي کتابتون جوېږي

د غور مدني فعالانو ددغه ولايت د مرکزي زندان کي د کتاب لوستني لپاره يوه څانګه پرانستې ده او په دې برخه کي يې د ۵۰۰ ټوکه کتابونو مرسته کړې ده .

د غور د مدني فعالانو يوه ټولنه وايي، چي په زندان کي يې د بندیانو لپاره د کتاب لوستني زمينه برابره کړې ده، ترڅو زندانيانو د پوهي کچه لوړه سي او فکري بدلون پکي پيدا سي.

د یادو مدني فعالانو په استازیتوب حسن حکیمي وویل:”تعلیمي او تربیني خدمات وړاندې کول د یو زندان حق دی، زموږ هدف دادی چي هڅه کوو چي د غور ولایت په زندان کي یوه ښه کتابخانه جوړه کړو.”

د وزیر نوراني په نوم د غور ولایت یو بل مدني فعال هم وویل چي د افغانانو په ځانګړي ډول د زندانیانو ترمنځ مطالعې ته د زمینې برابرول به د کتاب لوستلو او علمي سطحي د لوړولو لامل سي.

د غور ولایت د مرکزي زندان مسؤلین هم وايي هڅه کوي چي د دغه ولایت د زندانیانو لپاره یوه معیاري کتابخانه جوړه کړي.