کور / راپور / چين د کرونا وايرس ناروغانو لپاره په اته ورځي کي روغتون بشپړ کړ

چين د کرونا وايرس ناروغانو لپاره په اته ورځي کي روغتون بشپړ کړ

د چين چارواکي وايي، چي د کورونا وايرس د ناروغانو د تداوي لپاره يې په اته ورځي کي روغتون بشپړ کړ او دوشنبې ورځي راهيسي دغه روغتون په فعاليت پيل کړی دی.

ددې زر بستريز روغتون د رغوني چاري تېره اونۍ پيل سوي وې او پرون په بشپړه توګه د ناروغانو د تداوي لپاره چمتو سو.

کرونا وايرس چي تېره ډسمبر مياشت يې نښي نښانې د چين په ووهان ايالت کي څرګندي سوې، په چټکۍ سره د خپرېدو په حالت کي دی .

دا مهال د چين په ووهان ايالت کي له دې مرګوني وايرس څخه ۳۶۱ کسان مړه سوي او اووه لس زره کسان په اخته دي.