کور / تازه خبرونه / د پاكستان د وسلو جوړولو پر كارخانه بريد وسو

د پاكستان د وسلو جوړولو پر كارخانه بريد وسو


ټيكسلا ته نيژدې په واه كينټ كي د پاكستان د وسلو جوړلو پر تر ټولو لويه كارخانه دوه بريدونه ترسره سول چي له امله يې ۷۰ تنه وژل سوي او د اتياوو په شاوخوا كي كسان زخميان دي.
عيني شاهدان وايي دوو ځانمرګو بريدو كوونكو هغه وخت په دروازو كي يو په بل پسې ځانونه والوزول چي
د كارخانې كاريګر تر رخصتۍ وروسته كورونو ته روان وه.
تر چاودني وروسته شاوخوا سيمه د پوځيانو او پوليسو له خوا محاصره سوې او هيچاته له سيمي څخه د ليدلو اجازه نه وركول كېږي.
پوليس وايي دوه داسي جسدونه يې موندلي چي د ځانمرګو بريدكوونكو خيال پر كېږي او سيمه ته نيژدې يې له يوه مسجد څخه د ځانمرګي بريد دپاره كارېدونكې سدرۍ او درې شكمن كسان هم نيولي دي.
د وسلو جوړولو دغه كارخانه چي په يوه پراخه سيمه يې نيولې له ۳۵۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰ كسانو پوري كاركوونكي لري.
د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د دې بريدونو سخته غندنه كړې او طالبانو د دې بريد مسوليت پر غاړه اخيستى دئ.
ډاكټران وايي ښايي د مړو شمېره تر دې هم ډېره سي او له ولس څخه يې ټپيانو ته د وينو وركولو دپاره غوښتنه كړې ده.