کور / تازه خبرونه / ميدان ښار : د هټېوالو ستونزي به ډير ژر حل شي

ميدان ښار : د هټېوالو ستونزي به ډير ژر حل شي

د زمري په ۳۰ نيټه په هغه غونډه كي چي د ميدان ودوګ ولايت په مقام كي د هټېوالو اوپانګوالو د ستونزو او شكايتونو په موخه جوړه شوي وه د ميدان وردګ ولايت والي ښاغلى محمد حليم فدائي ،د ميدان ښار ښاروال عنايت الله رسولي او يو شمېر دولتي چارواكو ګډون وكړو .
غونډه دقرانكريم په مباركو اياتونو پيل شو وروسته دميدان وردګ ولايت والي ښاغلى فدائي د هټېوالو او دماركيټونو څښتنانو هڅي  ددي ښار د ابادۍ او ښيرازۍ په اړه وستايلي او په راتلونكي كي  يي ددي ښار دښكلاء ا وپرمختګ په اړه سلاء مشوري وركړي او وويل( دميدان ښار ابادې، ښيرازي او پراختيا زموږ دټولو ګډ مسوليت دي او ددي مسوليت په  ترسره كولو كي به هيڅوك دريغ نه كوي او خپل شته امكانات به پدغه لاره كي پكار اچوې، وروسته د هټېوالو او پانګوالو ستونزي واوريدل شوي او ښاغلى فدائي ډاډ وركړو چي د اوبو، برق، سركونوقيركولو او دڅلورو څلورلارو جوړولو كار پيل شوى ، د پياده
 رونو، زينو،كثافت دانيوو جوړول يي د ماركيټونو څښتنانو مسوليت و ګڼلو او په يومياشت كي يي ددي دجوړولو سپارښتنه وكړه چي د ماركيټونو څښتنانو ورته دجوړولو ژمنه وكړه همدارنګه د ملكيت سندونو(قبالو) او دپاركينګ د ستونزو په اړه يي اړونده ادارو ته لازمي لارښووني وكړي، وروسته غونډه دهېواد دسولي او امنيت په دعاء پاى ته ورسيده.