کور / راپور / خراب به دي كړي

خراب به دي كړي

له ډېره وخته را په دې خوا به مي د يو او بل ملګري له خولې اورېدل چې په ډېرى  (سي ډي)  پلورنځيو او حتى ګرځنده ټلېفونو كې داسې وېډيوګاني شته چې په هغه كې د افغان كډوالو مخامخ توهين او سپكاوى شوى دى او  هغه هم د يو پښتانه ؟؟؟ له خوا .

باور مي نه راته . خو د دغو وېډيو ګانو  ليدلو ته مي ډېره تلوسه پيدا شوه .

په لټه كې يې شوم چې اخير مي د سي ډي ګانو په يو دوكان كې پيدا كړې .

دغه سي ډي ګانې د پاكستان د يو وتلي ټوكمار ؟زهيرالله دي . چې  ډېرى سي ډي ګان يې د مسټر بين په خاكو ډكې دي چې ده يې پښتو ژباړه كړې ده .

لومړى به دده په ژباړه يو څو خبرې وكړم .

دده په ډېرو وېډيوګانو كې د  مسټر بين چې يو وتلى ټوكمار دى خاكي تر سرترګو كيږي. چې ده پښتو ته ژباړلې ؟ دي .

كله چې محترم ؟ زهير الله  ژباړه كوي  نو په لومړي سر كې د مسټر بين  نوم  بدل كړي او پرې د ( بابو جي ) نوم  كېږدي چې دا  كار  يې راته چندان ښه  نه برېښې .

له هغه وروسته  دده په ژباړه  زه  نور كار نه لرم چې څه وايي او څه كوي ؟ خو بايد ووايم چې  د(  مسټر بين ) د هرې خاكې په پاى كې  ده له خپله ځانه يوه داسې جمله كارولې وې  چې  دلته يې په بشپړ ه توګه په ليكلو شرم راځي .

(( تخته بابوجي ……. دي لړلي دي )).

 نه  پوهېږم  دا  څه  ډول طنز يا   ټوكي  دي ؟

خو خير په دې يې زه كار نه لرم دى پوه شه او مسټر بين .

را به شم هغې خبرې ته چې زه يې ددغه يو څو تورو ليكلو ته اړ كړى يم .

 څو ورځې وړاندې مي په خپلو سترګو د يو پاكستاني ملګري په ګرځنده ټلېفون ( موبايل )  كې هماغه ويډيو ولېده چې  ملګرو به راته ويل چې ده پكې د افغان كډوالو څرګند سپكاوى كړى دى .

ويډيو د خره په خندا پيليږي او وروسته د همدغه خره  په اواز كې يوه جمله ويل كيږي  چې:

( خراب به دي كړي) .

له دې وروسته د اوړو توبرې  ته ورته يو شى  ( نه پوهيږم څه شى دى خو زهيرالله ورته نوم خرش پرش ايښى دى )  له يوې بدشكله  نجلۍ سره چې  دواړه  په كمپيوټر جوړ شوي دي را څرګندېږي

په دې وخت كې خر سندره وايي :

( راځه چې يوه جوړه كړو جونګړه په ځنګل كي  : نو راځه )

كه دغه ځاى ته ليږ  فكر وكړو په لومړي سر كې پكې  زمونږ د خوږ  ژبې سندرغاړې ( اغلې قمرګلې ) مخامخ  توهين شوى دى .

ځكه هغې چې دغه سندره په خپل كوم  جادوګر غږ كې زمزمه كړې ده . ګمان نه كوم  چې د پاكستان تر ټولو كوم وتلى سندغاړى دي يې هم تش پېښې وكړي  . په داسې حال كې چې ده په خره ويلې ده .

ليږ وروسته (خر) راځي  (خرش پرش)  ته د هغه د نوي واده  مباركي وركوي . او ورته وايي چې :

( نوى  واده  دي  مبارك  شه  هغه  واده  چې  تا  له  مهاجرې  سره  كړى  دى ).

كاشكې خو په دغه ځاى كې ښاغلي ؟ زهيرالله له دومره عقل څخه كار اخيستى واى چې مهاجره يې همداسې پرې ايښې واې  نو به نه مالومېده چې كومه مهاجره ښيي ؟

ځكه په پاكستان كې د افغانستان پر مهاجرو سربېره  د نورو هېوادونو مهاجر هم مېشت دي .

خو ده  د  نر زوى  په  ډاګه  په  خره  باندې ويلي دي چې  د كابل مهاجره !!!!!!!!!!!!!!!
د وېډيو په بله برخه كې ( خرش پرش ) خره ته وايي چې له ماسره كابل ته لاړ شه  تر څو دغه افغانه مهاجره د پلار كور ته بوزم خو خر يې نه مني او ادعا كوي چې ګواګې په كابل كې جنګ دى ، نا امني ده او زمونږ سرونو ته خطر پښېږي .
له دې ليږ وروسته نه پوهېږم پېريان دي كه څه بلا ؟  خو كېداى شي د زهير الله موخه  ترې د پاكستان امنيتي پوليس  وي . هغوۍ هم وايي چې په كابل كې جنګ دى او مه ځۍ .


خو په  دې ټولو خبرو سربېره ( خر، خرش پرش  او هغه جينۍ )  د كابل په لوري خپل سفر پيلوي .

هلته كوم پاكستانى سندرغاړى سندره وايي :

( وه وړې مهاجرې!  لاس مه وهه په اوربل  باندي
 لاړه نه شې مړه شې بيا جنګ دى پر كابل باندي )


ډېره هڅه مي وكړه تر څو سندرغاړى  وپېژنم خو ونه توانېدم  په هر صورت  په وېډيو كې غږ  د خره  له خولي  را وزي  ا و .له دې سره سم  وېډيو  د محترم ؟  زهيرالله  په يوه  عكس ښكارولو سره پاى  ته رسيږي .

كه څه هم  زه ښاغلي ؟ زهيرالله ته  د يو انسان  په  توګه احترام لرم  خو دا  چې  ده خپل عكس له خرو سره يو ځاى كړى دى دا يې خپل كار .
 
كه وېډيو ته  په  ټوليزه  توګه نظر وشي په هر جمله كې يې  زمونږ  د  در  په  دره افغان كډوالو مخامخ سپكاوى دى .


وايي چې: (  ګيله له خپلو كيږي)  .

كاشكې خو دغه ويډيو  كوم داسې چا ،  چلولې واى چې  ليږ تر ليږه پښتون خو نه واى . نور كه نه وو  ګيله خو به مو تري نه كوله .

خو داچې يو پښتون ؟؟؟  د بل پښتانه سپكاوى په داسې  توګه كوي  د  نه  زغملو خبره  ده .

هغه هم په داسې حال كې چې  همدغه افغان كډوال  ددوى مېلمانه بلل كيږي .

دلته دا په ډاګه كېږي چې دوى  د مېلمنو څه ډول  قدر كوي .

 


(چې پرې  د كوډو تعويزونو هيڅ اثر نه كاوو
هغه د ټولو نجونو ميره اوس ملنګه ښكاري)



 افســــــــــــــــــــــــــــــــــــوس !!!!!!!!!!


د كابل پېغله اوس دومره خواره شوه چې پاكستانيان يې نكاح له يو خره سره تړي .

زما د وطن هغه پېغله چې د جنت په حورو مي نه وركوله اوس د پرديو كوڅو ګردونو دومره بېقدره   كړه چې اوس يې واده له خرو سره كېږي ؟؟؟

زما د هېواد هغه پېغله چې ما يې د زلفو يو وېښته په سند او پنجاب خو  پرېږده  په درست جهان نه وركاوو  نن  دومره سپكه شوه ؟

زمونږ د  نجونو ميره  نن د هغه چا له لاسه دومره سپكېږي  د چا د لاسه چې يې نېكمرغه ژوند تر داسې بېوزلۍ  را  رسېدلى دى  ؟

زما د وطن پېغله  خو به را څخه يو وخت ضرور دا  پوښتنه كوي چې  ته غوړ  برېتونه  ګرزېدې او په ما باندې  پرديو ټوكمارانو ؟  دا ډول ريشخندونه  وهل  .


ستا په ژوند كې زه  دومره بېقدره   شوم چې خلكو به راباندې مسخرې كولې او تا به يوازې  ورته  له اوښكو په ډكو سترګو كتل ؟.


ته به د ځمكې پر سر ګرزېدې او د وطن پېغله به دي خلكو خرو ته  ودوله ؟

اخير تا د كومې ورځې د پاره ژوند كاوو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

نو

اې زما د هېواد ملالې پېغلې !!!

څه وكـــــــــړم ؟ دا مهال تر تا زه  ډېر بې وسه يم  .

(زه د پردي دېوال سايې ته دادى ژوند تېروم


د وجود غړي مي د مازې څرپ له ډاره تښتي)


اوس وخت زه هم دې ته اړ كړى يم  چې  په ژړا د هغه چا د دېواله  سيورې ته كښېنم چا چې ته  له  دومره سپكاوي سره مخ كړې  يې .

ګرانـــــــــــــــــــــــي ! زما د زړه دنيا له ډېرو خبرو ډكه ده خو

افسوس  كه زه د يو څو خبرو كولو د پاره  ليږه  خوله خلاصه هم كړم نو  په هم  هاغه  ورځ  زما او ستا دښمن   ما د خپل دېوال له سيوري شړي او د تشو خبرو ځواب مي هم  په توغنديو راكوي ؟

ګرانـــــــــــــــــــــــې زه څه وكړم ؟

وايي چې :  ( د خوار او غريب  يا ژړا ده او يا هم ښېرا) 

ځكه خو زه هم ستا د  دا ډول سپكاوي انځور د تړمو اوښكو په اوو جامو كې نغاړم  او د خپل كنډواله  زړه تاخچې ته يې سپارم .

په دې هيله چې :

(په ستړو اسوېلو به يې ځواني لمبه ، لمبه شي
خندا به يې سلګۍ شي په ازار د لېونو) .


هر شپه  تر ډېر ناوخته پورې د دغه  تصوير تلاوت  كووم  .

ګوره ګرانې !  چې له ما څخه  خپه نشې  زه ډېر  بې  وسه  يم  
هو
زه


ډېـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر بې وسه يم

تبصره نسته

  1. said shah saqim wrore salamone, manana sta de lekanee zekhe, aows no pe zahirollah poree aare lary che khpele ghalaty aw eshtebah eslah kree, pe dranawee,

  2. محترم او مکرم وروره سېد شاه سقېمه سلامونه او ګلونه .
    ستاسې له لېد لورې او په ځاې نېوکې څخـــه ېوه نړې منــــنه په شولګډ کې داسې ډېر پښتانه شته چـــې دې څو روپو لپاره پخپل ځان او پښتو ملنډې ووهی او ېو شمېر نور دلته ورته چکې وهــــی خر ش پرش
    څه ښه ېې وېلې دې ( ډېرخلکو ملامت کړې نه پړېږي -په دا خپل فکرکې خوښ ېې نه شرمېږې ( چا ډوډۍ درسر ه نه خوړه چټله -له لوېې نه اوس په موټې کې خرېږې ) مــــــــــــنـــــــــــــــــــنــه .

  3. Dear said Shah Saqeem
    First of all you may didnt explain the story like a youth girl of afghanistan would meriy with a donkey.
    second one day you will see all pakistani to be faced with leaving their country because of coming war and they will be our country refugee then we will behaive like themetc…….