کور / تازه خبرونه / اسفنديار خان: د قاضيانو برخليك به هم پارلمان ټاكي

اسفنديار خان: د قاضيانو برخليك به هم پارلمان ټاكي

په هغه غونډه كي چي د پاكستان د ايتلافي حكومت د درو مشرانو نوازشريف، اسفنديار ولي خان او مولانا فضل الرحمان ترمنځ د نواز شريف په كور كي ترسره سوه، پرېكړه سوې چي د مشرف له خوا د شړل سووقاضيانو د بيرته ټاكل كېدو په اړه به پارلمان پرېكړه كوي.
تر غونډي وروسته د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وويل د يوې اونۍ په ترڅ كي به پارلمان ته د قاضيانو په اړه پرېكړه ليك وړاندي كېږي چي د جوړولو په كمېټه كي به د پيپلز ګوند او مسلم ليګ نواز دوه دوه غړي هم شامل وي.
د ايتلافي حكومت د دوو عمده ګوندونو پيپلز او مسلم ليګ نون ترمنځ د مشرف استيضاح او د قاضيانو بيرته ټاكل كېدل دوه ستر اختلافونه وه، چي له مخي يې د حكومت د ړنګېدو امكان هم وو.
د نيشنل عوامي او جمعيت العلماءالاسلام مشرانو اسفنديار ولي خان او مولانا فضل الرحمان د مسلم ليګ نون د مشرف نوازشريف سره د هغه په كور كي وليدل او وروسته يې له آصف علي زرداري سره تليفوني خبري وكړې، چي ټولو په يوه خوله د قاضيانو پر سر اختلافي مسئله د پارلمان پرېكړي ته پرېښول.
تر غونډي وروسته نواز شريف په خبري كنفرانس كي وويل د ده هيله د ايتلافي حكومت كاميابي او يووالى دئ او دى نه غواړي چي حكومت ړنګ سي.
هغه زياته كړه چي مشرف استعفا وكړه په دې سره ايتلاف نور هم پياوړى سو، د هغي پوښتني په ځواب كي چي كه غير له قاضي القضات افتخار چوهدري څخه نور قاضيان پر ځاى سي نوازشريف به راضي سي كه يا؟
هغه وويل چي بېله افتخار چوهدري څخه د قاضيانو بيرته دندو ته ستنېدل هيڅ مانا نه لري.
مولانا فضل الرحمان وويل چي د قاضيانو پر سر كه مسلم ليګ او پيپلز ګوند سره جوړ سي دوى ته هره پرېكړه د منلو وړ ده.