کور / تازه خبرونه / ناټو: تر ډيورنډ په ها خوا مو طالبان په نښه كړل

ناټو: تر ډيورنډ په ها خوا مو طالبان په نښه كړل

د آيساف له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي تېره شپه يې له پكتيكا ولايت څخ تر ډيورنډ پولي ها خواته د طالب وسله والو پر يوه ګروپ حمله كړې چي درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
خبرپاڼه وايي د دغو كسانو په اړه د پاكستاني پوله ساتونكو له خوا څخه ايساف ځواكونو ته كره معلومات وركړل سوه، چي وروسته د توغنديو په واسطه په نښه سول.
خبرپاڼه په بريد كي د ملكي كسانو مرګ ژوبله ردوي خو وسله والو طالبانو ته له اوښتي زيان څخه هم ځانونه ناخبره ښيي.