" /> " /> " /> " /> زرګري سترګي – لراوبر ویب پاڼه
کور / نثر / زرګري سترګي Fotos

زرګري سترګي Fotos

ته هم عجيبه ښکلا يي کله له غوسي څخه تک سره اوکله بيا کټ کټ په خندا شي ستا فطر ت بل شان دی ،له نورو فطرتونو سره بلا ډير فرق لري . ته دډير لوړذوق څښتنه  يې،تاته په دي محول کي هر ښکلا دخپل غرور له وجي بدرنګه ښکارې،تا ددنيا پرمخ په يو موجود هم  سترګي نه خواږيږي ، تا ډيرو زوړونه ليلام کړل اوځيني د د ي خپل مغرور حسن دتعظيم او اطاعت په خاطر دومر سخت وتراشل ،چي دويښته په څير دنري کړل او دعمر تر وروستۍ شيبي پوري به ستا په پلوی ولاړوي .اوس ته ووايه اي ستري او نازولي ښکلا زما دزړه غمی دپه خپلو زرګرو سترګو   غلا کړئ اوغواړي چي دنورو زړونو په څير زما زړه هم وتراشي او دتل لپاره يي دځان  غلام کړي . زه  دخپل غلاشوي زړه په موندلو پسي په دي  ويړ اولوی بيابان کي سر يم او هڅه کوم چي پيدايي کړم،. ته  زما په  ويرلړلي حالت هيڅ رحم  نه کوې.زه داسي حال ته راسيدلی يم لکه  دخزان ترخوسېليو ځپلی بلبل چي پرستوني يي دغم خپسه ناسته وي او پټ په سېنه کي دګلو سندري بولي ،خو ګوره زه به  له دغي حالت څخه ضرور خلاصون پيداکړم او بيا به  دسندر مار بلبل په څير په خواږه اوله حکمته ډکه ژبه وياند شم ، ستا له ناکردو به  ټوله زمانه خبره کړم. که وخت بدلون وموند، دعدل اوانصاف محکمي په وړاندي به ودريږم دخپل ورک غلاشوی زړه دغمي غوښتونکی به شم اوستا زرګري سترګي اوپلويان باڼوګان  به دمحکمي ميز ته را وکاږم، خو پدي شرط چي وخت بدلون ومومي .


زما دزړه غمی دغلا کړ   په دادووسترګو زرګرو
هسي نه چي يي وپلوري   دچړو په سوداګرو
دستادغم ږلۍ وريږي  پاڼي توی شوي دګورګورو
زه  به زړه ټکور ومه    په ټپو او  په سندرو
لږ د شنډو  خواږه ورکړه  خير شي  په  مسافرو