" /> " /> " /> " /> جرمني :دافغانستان دخپلواکۍ ۸۹مه کليزه ونمانځل شوه  – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / جرمني :دافغانستان دخپلواکۍ ۸۹مه کليزه ونمانځل شوه  Fotos

جرمني :دافغانستان دخپلواکۍ ۸۹مه کليزه ونمانځل شوه  Fotos

دافغانستان دکلتوري ودي ټولني له خوا داګسټ دمياشتي په 20 مه نېټه دجرمني د (( هورت ))  په ښارګوټي کي ، دافغانستان دخپلواکۍ دترﻻسه کولو89 مي کليزي لمانځغونډه جوړه شوه .



  څرنګه ، چي په افغانستان کي دامنيتي او نورو ستونزوله امله دغه کليزه لکه څنګه چي ښايي ونه نمانځل شوه ، دافغانستان دکلتوري ودي ټولني مشرتابه پرېکړه وکړه ، چي دهغه غازيانو کارنامي بايد هيري نشي او درناوی يي وشي ، چي دخپلووينو په بيه يي دافغانستان خپلواکي ترﻻسه کړي .

  غونډه مازيګر مهال پنځه بجي شاو خوا ،د عظيم الشان قران دپاکواياتونو په تلاوت سره دښاغلي مبارز څاپي له خوا پيل شوه .

  ورپسي دافغانستان دکلتوري ودي ټولني استاد سيدحسن له خوا حاضرينو ته مبارکي او ښه راغلاست وويل شواو همداراز يي دغازي امان الله خان د حکومت ددوري دکارنامو او  په دي دوره کي په مختلفو ساحوکي دترسره شويوخدمتونو يادونه وکړه .




  تراستاد سيدحسن وروسته ډاکټر رمضان سعادت  دخپلواکۍ دسرﻻرو او په ځانګړي توګه دغازي امان په اړوند هراړخيزه ، څېړنيزه لېکنه درلوده . په دي لېکنه کي يي  همداراز دامير عبدالرحمن خان او اميرحبيب الله خان  ددوري په هکله هم په هغه اړخونوباندي رڼا واچوله ، چي دغازي امان الله دشخصيت په جوړيدو کي يي ونډه درلوده . همداراز ښاعلي ډاکتر سعادت دهغو مشروطه غوښتونکو ژوندته يوځغلنده نظروکړ، چي دافغانستان دخپلواکۍ او ترقۍ لپاره يي نه هيريدونکي هلي ځلي کړي وي .

   دپروګرام دوهمه برخه ادبي اوفرهنګي لېکنوته ځانګړي شوي وه ، چي يوشمېرشاعرانواو ليکوالانو دکليزي اوخپلواکۍ په وياړ په کي شعرونه او ادبي ټوتي واورولي او همداراز دځينو کلتوري ټولنو استازو له خوا پيغامونه ولوستل شول .

 په لومړي سرکي تکړه سندرغاړي ښاغلي صديقي دملنګ جان يوشعر د برخه والو په غوښتنه په ترنم کي ولوست ، چي دحاضرينو دزياتو پاملرني وړ وګرځېد .

ښاغلي  مبارزڅاپي دکليزي په وياړ يوه وياړنه ولوسته  .

دکونړځوانانو دکلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي انجينيرفريدالله ساپي دمبارکۍ پيغام وړاندي کړ . ددغه ټولني له خواپه دي پيغام کي همدا راز دغازي امان الله خان په هکله دلطيف پدارم دسپکوسپورو غندنه هم شوي وه .






  ښاغلي ګل افضل ټکور ، چي له لندن نه يي دي غونډي ته تشريف راوړی و له ځانه سره ((په لندن کي دافغان ليکوالوفرهنګي ټولني )) پيغام او مبارکۍ هم راوړي وو . ښاغلي ټکور په دي هم ټينګار وکړ ، چي دپښتنوشاعرانو ونډه هم دازادۍ په بهيرکي هيره نشي او دبيلګي په توګه دلوی احمدشاه بابا يادونه کوي ، چي هم يي دافغانستان دخپلواکۍ ګټونکی و اوهم شاعر او يا هم دپښتو لومړی شعر هم يوه وياړنه ده .

ښاغلي عزيزالله سرشار د(( تيروختونو)) ترسرليک ﻻندي يوپه زړۀ پوري شعر وړاندي کړ ورپسي ښاغلي ډاکټر عبدالرسول دملنګ جان يوښکلی شعر په ښکلي انداز سره دکلمه کړ .

انجينيرفريدالله ساپي د(( بهار نه راځي )) ترسرليک يو شعر وړاندي کړ او  همدار راز ښاغلي مبارز څاپي يوبل شعرهم حاضرينوته  وړاندي کړ .

  ښاغلي مطيع الله رووفي ،دهغه نظم يوه برخه ولوسته  چي له څومودي راهيسي يي  پيل کړی او هوډ لري ، چي دټولوهغه سياسي ، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو يادونه په دي نظم کي وکړي ، چي دخپل هېواد او فرهنګ په ښېرازتيا او بډاينه کي يي قدمونه اوچت کړي .

ورپسي ښاغلي پېښوري هم يوپه زړۀ پوري شعر وړاندي کړ

اودفرهنګي _ ادبي برخي وروستی شعر دښاغلي خالد له خوا ولوستل شو .

  ددغه لمانځغونډي دريمه او وروستی برخه ازاد بحث اوخبرو اترو ته ځانګړي شوي وه . څرنګه ، چي دهېواد پياوړی ليکوال اوڅېړونکی ښاغلی زرين انځور ، دشمېرپوهني کارپوه ښاغلی ډاکټر مخان شينواری او ارواپوه ښاغلی ډاکټرحاذق اودښوونی اوروزنی کارپوه ښاغلی اکبرځاځی تازه دافغانستان له سفر نه راستون شوي وو ، دغونډي برخه وال دي ته ليواله وو ، چي دوی دسترګو ليدلی حال او دافغانستان اوسنی کړکيچ په هکله ددوی بيان اوڅرګندوني واوري .

  ديادشوو ښاغلو له خوا دافغانستان دحالاتوجاج وړاندي شو او همداراز د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي شول .

  غونډه افغانستان ته دسولي ، ارامۍ او د بشپړي خپلواکۍ د ترﻻسه کولو په دعايه او هيلو سره پای ته ورسېده .