کور / راپور / پکتيکا کي د جنايي پيښو پرضد پراخ لاريون سوی دی

پکتيکا کي د جنايي پيښو پرضد پراخ لاريون سوی دی

نن د پکتيکا په مرکز ښرنه کي په زرګونو کسان راټول سوي وه او د فبرورۍ د دوهمې نېټې د پيښي پر ضد يې پراخ احتجاجي لاريون وکړ.

د فبرورۍ پر دوهمه نېټه وسله والو غلو د پکتيکا ولايت مرکز ښرنه کي د حضرت بلال لېسې سره دوه تنه ولسي وګړي ووژل او يو بل يې ژوبل کړ.

لاريون کونکو د حکومت د بې کفايتۍ پرضد شعارونه ورکول او د يادي پېښي د جدي څېړلو غوښتنه يې کړې ده.