کور / راپور / کندهار کي يوه ښځينه پوليسه په ډزو وژل سوې ده

کندهار کي يوه ښځينه پوليسه په ډزو وژل سوې ده

د کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د ریګي کلاچې په سیمه کي یوه ښځینه پولیسه ترور سوې ده .

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي نن ماسپښین مهال یوه ښځینه پولیسه چي په نهمه حوزه کي یې دنده درلوده په شپږمه حوزه کي د نامالومو وسله والو له خوا په دزو وژل سوې ده .

هغه وایي د پولیسو لومړني معلومات ښيي چي یادي پولیسي وژل کیدل جینایي اړخ لري چي تر څیړنو وروسته به جزیات له رسنیو سره شریک سي .

نوموړی وایي پولیس ددې پیښي د عاملینو د نیولو په لټه کي دي .

د ملالۍ په نوم دغه پولیسي نهمه حوزه کي دنده درلوده.

.