کور / شعر / ظالمان نکیر منکر پیښور ګور شو

ظالمان نکیر منکر پیښور ګور شو

سید عبیدالله نادر

ډیره د حیرانتیا او عبرت خبره ده ، چې دوه د پښتنو نامتو شاعران چې په بیلو بیلو دورو کې اوسیدل ،لکه حمید مهمند ، او عبدالرحمن بابا ،دوي دواړو د وخت د حکامو د ظلمونو څخه سر ټکولی او پیښور یې ګور اور ته ، او ظالمان یې نکیر منکر چې د وخت و حکامو ته اشاره ده تشبیه کړي دي ، دا چې په هغه وخت کې څه ظلمونه روان وو پلټنۍ ته اړتیا لري .

چې هغه بیتونه بیل بیل دا دي .

حمید مهمند داسي وايي :

غریب خلک مرده ګان په کښي ورتیږي

ظالمان نکیر منکر ، پیښور ګور شو

او رحمان با با داسي وایي :

په ســــــبب د ظـــالمانو، حـــــاکمـــــــانو

ګور او اور ،او پیښور ، درې واړه یو دي

د هغه نه وروسته هم داسي ظلمونه تیر شوي ،چې شاعرانو په خپل اشعارو کې یې د وخت د حکامو څخه سر ټکولی یا شکایت کړی . د ښاغلي فدا استاد یو شعر دی چې د چاسدی د قتل عام په هکله یې وییلی ، چې د پاکستان د وخت انګلیسي حکومت یې په کې غندنلی، د اوسني لیکوال د ښاغلي بینوا لیکنه په دریم توک کې ، د فدا د ژوند لیک په لړ کې داسي لیکلي ، مرګیه مه راځه درځمه دا نظم فدا استاد د بابړۍ په یوه جلسه کې په داسي انداز کې اورولی وو ، چې بادشاه خان په خپله او نرو په زرګونو پښتنو ورته په سرو سترګو ژړل ،اګرکه ټول شعر راوستل په دي مختصر کې ګران وو ، خو ګرانو لوستونکو او اهل دوق د پاره یي دا څو کرخي وړاندي کوم .

مرګیه مه راځه درځمه

کفن په ترخ کې د سیالي میدان ته ځمه               مرګیه مه راځه درځمه

سر په تلي کښي د الله دربار له ځــمه                مرګیه مه راځه درځمه

په چار سده کې کربلا ده

د غدارانو پرې صلا ده

په سر فروشو واویلا ده

زه د خپل قام سره  ، په مرګ سیالي کومه

مرګیه مه راځه درځمه

بیا د وطن په خاوره جنګ دی

ښکلی میدان د نام و ننګ دی

موري ورځمه ، زړه می تنګ دی

په خــپله خاوره  ، خپلي ویني تویمه

مرګیه مه راځه ، درځمه

سرې جامی راکړه ،ځما موري

سر راله غوړ کړه ، سترګي توري

نوم د پښتون دی، په ما پوري

په پښتنه خاوره ، خپل سر قربانومه

مرګیه مه راځه ، درځمه

مازیګر ووتم له کوره

رخصت می واخیسته له موره

لار چې تیاره شوه،  تکه توره

د اجل ځای ته ، نیمه شپه ورسیدمه

مرګیه مه راځه ،درځةه

په لس بجي ، ســبا سحر

سر فـــــروش ووتل ، بهر

ترې نه چاپیره شو، لښکر

زه د قومی صفونو مینځ  کې ، ودریدمه

مرګیه مه راځه درځمه