کور / راپور / ټانک کي د وزيرستانيانو پرلت له لسو ورځو راهيسي دوام لري

ټانک کي د وزيرستانيانو پرلت له لسو ورځو راهيسي دوام لري

د خيبر پښتونخوا په ټانک سيمه کي د جنورۍ له ۲۷ څخه راپيل سوی پرلت لا هم دوام لري او ګډونوال يې له رياستي ادارو څخه غوښتنه کوي چي دوی ته د ور اړول سوي تاوان عوض دي ورکړي.

د (يو مسود) په نوم دا پرلت د پاکستاني رياست د هغه وحشت پر خلاف راوتلی دی، چي په ۲۰۰۹ ا و۲۰۱۴ کلونو کي د وزيرستان پر خلګو وکړ.

په ۲۰۱۴ کال کي پنجابي رياست د ضرب عضب په نوم په شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات پيل کړل او په دغه عملياتو کي يې په زرګونه پښتانه ووژل، کورونه يې وران کړل او بې شمېره دوکانونه او مارکيټونه يې ړنګ کړل.

په ټانک کي د جوړ سوي پرلت ګډونوال وايي، چي حکومت ورسره د ړنګو سويو مارکيټونو او کورونو د معاوضې وعده کړې وه، خو  د کلونو په تېرېدو سره رياست خپله وعده نه ده پوره کړې.

د پرلت منتظم حیات پرېغل وايي، تر هغې به ناست وي چي د ړنګو سویو کورونو په اړه ټولې غوښتنې یې منل سوې نه وي.

“په وزیرستان کي چي د مسودو په سیمه کي کومه تباهي سوې ده، د حکومتي شمېرو ترمخه ۸۷ زره کورونه ړنګ سوي دي. حکومت مخکي د معاوضو اعلان کړی و، خو د سروې پر مهال غټ غټ کلي پاتې سوي، دا مسلې دې هوارې سي.”

بل خوا په پېښور کي هم د شمالي وزیرستان د میرامشاه دوکاندارانو او د جایداد مالکانو هم خپل احتجاج جاري ساتلی دی.

هغوی وايي، په شمالي وزیرستان کي یې اوږد احتجاج وکړ خو حکومت یې غږ وانه ورید نو ځکه اوس په پېښور کي پر احتجاج مجبور سوي دي.

د هغوی غوښتنه ده چي حکومت دې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو پر مهال د هغوی د تباه کړل سوي جایداد تاوان ورکړي.