کور / راپور / بشري حقوق: ۲۰۱۹ کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو

بشري حقوق: ۲۰۱۹ کال د ملکي افغانانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسون وايي، چي ۲۰۱۹ کال د افغانانو لپاره د مرګژوبلي خونړی کال وو او ددغه کال په لومړۍ ۹ مياشتي د ۲۰۱۸ کال په پرتله ډېره مرګژوبله لرل.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې کال کي ۱۰۷۷۲ تنه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲۸۱۷ تنه وژل سوي او ۷۹۵۵ تنه ټپیان دي.

د ياد کمېسون وياند نعيم نظري تېره ورځ په کابل کي د کلني راپور د خپرولو پر مهال وويل، چي ډېره مرګژوبله د ۲۰۱۹ کال لومړيو مياشتو کي رامنځ ته سوې ده ، خو په وروستيو ۳ مياشتو کي بيا د مرګژوبلي کچه ۳۸ سلنه راکښته سوې وه.

نعیم نظري زیاته کړه: “۲۰۱۹ میلادي کال د نورو په څېر د ملکي افغانانو لپاره خونړی کال و، په دې کال کي که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې وې، ولې بیا یې هم په درې لومړنیو ربعو کي بې‌ساری تاوتریخوالی سوی دی.”

په ياد راپور کي ويل سوي چي په تېر کال کي ۲۶۹۶ ماشومان هم د جګړې قرباني سوي دي چي ۴۴۵ تنه وژل سوي او ۲۲۵۱ تنه نور ژوبل دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي مرګ ژوبلې ۷۱ سلنه مسؤلیت د وسله‌والو طالبانو پر غاړه اچوي، خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا راپور ردوي او وايي، ملکي تلفات د حکومت او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي اوښتي دي.

په دې راپور کي د ملکي مرګ ژوبلې ۱۴ سلنه مسؤلیت د افغانستان پر حکومت او بهرنیو ملاتړو ځواکونو اچول سوی، ۵ سلنه مسؤلیت د داعش ډلې او د ۹ سلنې مرګ ژوبلې عاملان بیا نامعلومه وسله‌والې ډلې بلل سوې دي.

دغه کمېسیون د پاتې شمېر مسؤل پاکستاني پوځیان بللي چې د دوی په وینا پر کونړ یې راکټي بریدونه کړي دي.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا راپور رد کړی دی او ويلي يې دي، چي ددوی جنګيالي د ملکي وګړو خونديتوب ته ډېره پاملرنه کوي او د ملګي وګړو د مرګژوبلي پړه يې پر دولت او نړيوالو ځواکونو ور اچولې ده.