کور / راپور / د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د وینا متن څېرې کړ

د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د وینا متن څېرې کړ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ نن سهار د خپلي کلنۍ وينا پر مهال د خپلو لاسته راوړنو په تړاو وينا کول او ويې ويل، چي امريکا دده د واکمنۍ پر مهال تر بل هر وخت مخته سوې ده.

د ټرمپ د وينا پر مهال د امریکا د کانګریس مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د وینا متن په مهمه کلنۍ غونډه کي څېرې کړ. پلوسي د ټرمپ د وینا د پای پر مهال د ټولو حاضرینو په مخ کي په یوه مهمه ملي غونډه کي د ټرمپ د وینا متن څېرې کړ.

په رسنیو کي په خپره سوې ویډیو کي ښکاري چي هغه د ولسمشر ټرمپ د وینا متن څېرې کوي او پر خپل مېز یې اېږدي. دا د امریکا د ولسمشر د وینا سپکاوی ګڼل کيږي.

پلوسي تل پر ټرمپ نیوکي کوي چي د امریکا باور ته یې په نړیواله کچه زیان رسولی دی او له قانون سرغړونې کوي.

نوموړې بریالۍ سوه چي په کانګرس کي د ټرمپ د استیضاح طرحه هم تایید کړي او دمګړی د ټرمپ استیضاح چارې روانې دي.

د ټرمپ وینا د نړۍ په ګوټ ګوټ کي زرګونه کسانو کتله او د پلوسي دا کار په ټولنیزو رسنیو کي غوغا جوړ کړې ده.

بل خوا ټرمپ د خپلو لاسته راوړنو په هکله وويل، چي د امريکا اقتصاد ته يې وده ورکړې ده، لس مليونه امريکايانو ته يې وظيفه موندلې ده، په نظامي او اقتصادي برخه يې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

نوموړي وويل، چي د اسلامي دولت ډله يې هم ماته کړې ده او غټ پرمختګ يې دا کړی چي د داعش مشر ابوبکر بغدادي او د ايران د قدس ځواکونو مشر قاسم سليماني يې  ووژل.