کور / اقتصادي / د کابل ښار فاضله اوبو ماسټر پلان قرارداد د يوې جرمنۍ کمپنۍ سره لاسلیک سو

د کابل ښار فاضله اوبو ماسټر پلان قرارداد د يوې جرمنۍ کمپنۍ سره لاسلیک سو

نن د اوبو رسونې شرکت او افغانستان ښاري کانالیزاسیون او المانۍ کمپنۍ دورش انټرنیشنل (Dorsch  international) ترمنځ د کابل ښار فاضله اوبو ماسټر پلان قرارداد په مالیې وزارت کي لاسلیک سو.

د قرارداد لاسلیکولو په مراسمو کي د کابل والي، کابل ښاروال، د مرکز زون رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس او اړوندو ادارو استازو ګډون کړی وو.

د یاد قرارداد له لاسلیکولو موخه د اوبو رسونې شرکت او افغانستان ښاري کانالیزاسیون د ماسټر پلان تخنیکي سندونو ترتیبول دي، چي پر بنسټ به یې په راتلونکي کي د پلي کولو بهیر پیل سي.

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کي د ولسمشر مرستيال همایون قیومي، د المان هیواد له مرستو مننه وکړه او دا پروژه یې په کابل ښار کي اړینه وبلله. ښاغلي قیومي، زیاته کړه چي د دې پروژې په پلي کولو سره به د کابل ښار د خلکو ورځنۍ ستونزې هوارې سي او د مالیې وزارت په شمول به یې ټولې اړوندې ادارې په پلي کولو کي هلې ځلې او ملتیا کوي.

د یادونې وړده، چي د دې پروژې ټولیز ارزښت ۳.۴ میلیونه امریکایي ډالره دی او له دې برخې یو میلیون به یې د افغانستان حکومت او پاتي ۲.۴ میلیونه امریکایي ډالره به د المان پراختیایي بانک له لوري ورکول کيږي، چي د کابل ښار ۲۲ ناحیې او ټولې سوداګرېزې او صنعتې سیمې به وپوښي. د دې پروژې بشپړول به ۱۴ میاشتې وخت ونیسي.

ددې پروژې قرارداد پر داسي مهال لاسليک کيږي چي پلازمېنه کابل د فاضله اوبو د انتقال د ستونزي سره مخ دی