کور / راپور / د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه افغانستان د تاجکستان سره خپلي پولي وتړلې

د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه افغانستان د تاجکستان سره خپلي پولي وتړلې

د بدخشان سيمه ايز چارواکي وايي، چي د کرونا ويرس د مخنيوي په موخه يې په دغه ولايت کي د چين او تاجکستان سره ګډي پولي تړلي دي.

د بدخشان د روغتیا رئیس ډاکټر نور خاوري وايي، چي د دغه ولایت په اشکاسم، شغنان، نُسي، خواهان او مایمي ولسوالیو کي پنځه ګډې پولې له چین او تاجکستان سره تړل سوي دي.

نوموړي زیاته کړه:”موږ په پولو کي یو، یو ټېم ګمارلی دی، که چیري کوم څوک بدخشان ته داخلیږي، چي د یاد روغتیايي ټېم لخوا معاینه سي چي خدای مه کړه بدخشان ته دغه خطر ناک ویروس رانه سي”.

د بدخشان د روغتیا رئیس زیاته کړه چي که چیري د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه ثبت سي، د هغه د درملنې لپاره لازم تدابیر نیول سوي دي.

د کرونا وايرس په تېر ډسمبر میاشت کي د چين په ووهان ايالت کي سر راپورته کړ او تر دا مهاله يې په دغه هيواد کي ۴۹۱ کسان وژلي دي او تر ۷۰۰۰ ډېر کسان په دې مرګوني وايرس اخته سوي دي.