کور / سياسي / د پښتنو لومړيتوب کوم يو دی کشمير که وزيرستان؟

د پښتنو لومړيتوب کوم يو دی کشمير که وزيرستان؟

ليکنه: عظيم ممتاز

اې د کشمیر په غم ککړه ياره !
در نه يې هېره کړه بابړه ياره !
افسرافغان۔
نن په ټول پاکستان کي د کشمیري عوامو سره د غمرازۍ په موخه د يووالي پروګرامونه په حکومتي کچه لمانځل روان دي ، له دغو پروګرامونو څخه د پاکستانيو چارواکو موخه او هدف دا و ، چي کشميريانو ته وښيي چي چي موږ مو په غم او درد پوره پوره در شريک يو ، ولي خو په عین حال کي بیا د پښتنو په مختلفو قبايلي سيمو کي د همدې پاکستاني ریاست د ظلم ، جبر ، جنګونو اپرېشنونو او بمباریو په نتيجه کي د ځپلو پښتنو دهرنې روانې دي له پنجابي رياست نه د خپلو ړنګ سوو کورنو او ورانو سوو بازارنو د ازالې او معاوضې غوښتنه کوي ، دا غوښتنه نه يوازي د نن څخه هغوی خوران کوي له تيرو شاوخوا لسو ورځو راهيسي په زرګونو متاثره سوو پښتنو په ټانګ ضلعه کي ورته پرلت اچولی او له ریاست څخه د هغوی لخوا چي د کومو لږه اندازه پيسو ژمنه ورسره سوې دهغه غوښتنه ترې کوي ، ولي خو ځايي چارواکي يې نه خپله تراوسه ږغ اورېدلی او نه هم مرکز يعني جي ايچ کيو ورباندي غوږ ګرولی دی ،


دا په داسي حال کي ده چي پاکستاني ریاست د دغو مظلومو پښتنو شاوخوا اوويا زره 70000وګړي ور وژلي چي څورلس سوه خاص قومي سپين روبي اثر رسوخ لرونکي مشران پکي شامل وه ، په زرګونو پښتنې پتمني پاک لمنې يې بې پته کړي ، په زرګونو کسان يې تري تم کړي دي چي لا هم دا سلسله روانه ده او دولس زره 12000 د دوی سره په ټارچرسيلونو يا پوري زندانونو کي دي ، چي کورنيان ، مېندو ، خوېندي ، پلارونه ، وروڼه او ماشومان يې د بیرته ژوندي راستنېدو په تمه د منظور سخت دردونه ګالي ، دغه راز اتیا زره 80000 کورونه يې ور ړنګ کړي او مسمار کړي دي ، څلویښت لکه دغه مظلوم پښتانه يې بې کوره کړي يا ای ډېپيز کړي دي حتا د غو پښتنو بشپړ بازارونه همدې پاکستاني پوځيانو لومړی لوټ کړي او چور کړي دي او يې بيا داسي بيلډوزر کړي چي له خاورو سره يې خاوري کړي دي ، چي د هغو بازارونو له جملې څخه يو هم د‌ميرانشاه بازار و ، ويل کیږي چي دغه بازار پر تقريباً ديارلس نيم زره 13500 هټيو يا دوکانونو باندي ودان و ، چي ټول يې ړنګ کړ ،
هغه شاعر ويلي –
د ميرانـشاه د نـړېدلي ښار تصـوير در لېږم
نور درته هيڅ هم د ننګونو د زوال نه وايم

له اپرېشنونو او بمباریو وروسته يې اوس یوازي اووه سوه 700 دوکانونه بیرته پکي رغولي دي ، هغه يې هم داسي کړي دي چي خپلو مالکانو يا دجايداد خاوندانو ته يې نه دي ورکړي ،بلکي د پښتانه وطن دی خامخا څه نه څه ماتي او ګړوبي پکي وي ، مقصد ځيني تربګنيۍ وي يا پر پولو او پټيو باندي يې تر منځ لږي و ډيري ستونزي او شخړي موجودي وي ، نو دغه پنجابي ریاست او دهغوی استازو هلته د پښتنو له د‌غه حالت څخه په استفاده او ګټه اخيستنه سره هغه پورته اووه سوه 700 دوکانونه يو دبل مخالفو ته سره ور کړي دي او په دې سره يې دهغوی تر منځ د نفاق اور ته لمن وهلې چي لا هم نور تازه سي ، حال دا چي په نوي ميليونه کشميريانو کي څوک دا ثابتولای سي چي هندي پوځ دي زر 1000 کشميريان وژلي وي ، پنځه زره 5000 دي يې بې کوره کړي وي او څوک دي وښيي ! چي هندي پوځیانو د کشميريانو پنځه زره 5000 کورنه په اوويا 70 کاله کي ړنګ کړي وي ، له بده مرغه نن زموږ يو شمېر پښتنو وروڼو د
“کشمیر بنے گا پاکستان”
تر شعار لاندي په لاريونونو کي د کشميريانو سره د غمرازۍ او يووالي چيغي وهلې خو د زخمي او ټوکر ټوکر جنګ ځپلي وزيرستان د خلکو هغه دهرنه او پرلت ترې و کوم چي له تيرو لسو ورځو راهيسي دخپل حق دغوښتني لپاره ناست دي .
عظيم ممتاز