کور / شعر / رابه شي قيامت…

رابه شي قيامت…

٠٠٠ رابه شي قيامت په اجمل کله نو!!


روح کله ويستی شي څوک پخپله ځان نه خپله نو
ژوند کي به څه پاتي شي چي تا اوباسم زړه نه نو


مينه يو ګوهر دی د هر زړه په سمندر کي وي
کله څوک ويستی شي دا ګوهر د زړه له تله نو


هغه تورتمونه چي په لمر روښانېدای نشي
څه به د کوچنۍ ډېوي رڼاوي چي وي بله نو


ته چي په ژوندي زړګي لا توري خاوري اړوي !
مه وايه چي رابه شي قيامت په اجمل کله نو