کور / #PTM / په اروپا کي د پي ټي ايم په ملاتړ لاريونونه دوهمې اوونۍ ته وغځېدل

په اروپا کي د پي ټي ايم په ملاتړ لاريونونه دوهمې اوونۍ ته وغځېدل

په اوروپايي هيوادونو کي د پاکستان دولت او پوځ لخوا د پښتنو سره پر ظلم او ددوی د مشرانو پر نيول کیدلو احتجاجي لاریونونه دوهمي اوونۍ ته وغځيدل.
تېره ورځ بیا سلګونه پښتانه د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين او د هغه د نورو ملګرو د نيول کيدو پرضد د اروپايي اتحادیې د پارلمان کمیسون ودانۍ مخته راټول سوي وو او پر پاکستان یې د اروپا او لویديځ لخوا د سياسي او اقتصادي بنديزونه غوښتنه کوله.
دوی پاکستان د پښتنو په نسل وژنه او د بشرحقونو په تيري تورن کړ.
دوی وايي چي منظور پښتين چي د بشري حقونو فعال دی د ډیره اسمعيل خان په يوه زندان کي د ټروریستانو دپاره جوړ سوي محبس کي ساتل کيږي.