کور / #PTM / پي ټي ايم د فبروري پر ۹ لورلايي کي ستره جلسه جوړوي

پي ټي ايم د فبروري پر ۹ لورلايي کي ستره جلسه جوړوي

د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو او د شهيد ارمان لوڼي د قتل پرضد د فبروروۍ پر ۹ نېټه په لورلايي کي يوه ستره جلسه کېدونکې ده.

د پي ټي ايم مرکزي کمېټه وايي، چي له دې جلسې څخه يې هدف د مشر منظور پښتين د نيولو غندل او د شهید ارمان لوڼي د مقدمې پرانستل دي.

مشر منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه د شپې مهال د پاکستاني پوليسو لخوا په پېښور کي ونيول سو او د ډېره اسماعيل خان جېل ته لېږدول سوی دی.

د ښاغلي پښتين د نيولو پرضد په لراوبر کي ستر لاريونونه وسول او د احتجاجونو دا لرۍ اوس هم په اروپايي هيوادونو کي روانه ده.

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر۲مه نېټه د پي ټي ايم مخکښ او فعال ارمان لوڼی د احتجاج پر مهال د پاکستاني رياست لخوا په ډېر تشدد سره شهيد سو، چې دې پېښي د پښتنو غوسه راوپارول او د هغه په ياد کي يې ستر لاريونونه راوايستل.

د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲ نېټه د شهيد ارمان لوڼي لومړی تلين د نړۍ په لراوبر کي ولمانځل سو. اوس د پي ټي ايم مرکزي کمېټې پرېکړه کړې چي د فبرروۍ پر ۹ نېټه به په لورلايي کي د ارمان لوڼي په ياد يوه ستره غونډه جوړوي چي پکي به د ارمان لوڼي پر فعاليتونو او فکر ويناوي کېږي، د هغه د وژني د مقدمې په هکله به بحثونه کېږي او ترڅنګ به يې د مشر منظور پښتين د نيول کېدو پرضد هم اواز اوچتېږي.