کور / راپور / چارواکي،په کندهار کي ۱۸ طالب وسلوال وژل سوي دي

چارواکي،په کندهار کي ۱۸ طالب وسلوال وژل سوي دي

د کندهار چارواکي وايي، چي تیره شپه ددغه ولايت په ښورابک ولسوالۍ کي د پولیسو په یوکمین کي وسلوال طالبان نښتي دي چي په نتجه کي  ۱۱ طالب وسلوال وژل سوي دي.

د کندهار امنيه قومندانۍ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي ددغي نښتي وروسته د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونو بمبار کړی چي ۷ وسلوال يې وژلي او شپږ یي نو زخمیان کړي دي.

ښورابک ولسوالي چي د ډيورنډ کرښي پر پوله پرته ولسوالي ده کله کله د ناامنۍ پېښي پکي کېږي.

طالبانو د تېري شپې د پېښي په هکله تر دا مهاله څه نه دي ويلي.