کور / راپور / د امريکا سنا ولسمشر ټرمپ بري کړ

د امريکا سنا ولسمشر ټرمپ بري کړ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له واک څخه د ناوړه ګټه اخيستني او دکانګرس په چارو کي د خنډ اچولوله تورونو څخه بري سو.

پر ټرمپ تور وو، چي له واک څخه يې ناوړه ګټه اخيستې ده او د کانګرس په چارو کي يې خنډونه پېښ کړي دي.

تېره ورځ په کانګرس کي پر ټرمپ د لګول سويو تورنو په تړاو رايه واچول سول.

د سنا غړيو لومړۍ له واکه د ناوړه ګټې اخيستو په اړه رايې ورکړې چي په حق کي يې ۴۸ او مخالفت کي يې ۵۲ رايې واچول سوې.

د کانګرس په چارو کي د خنډ اچولو د تور په حق کي ۴۷ او په مخالفت کي يې ۵۳ رايې ورکړل سوې چي پکي د ريپبلکن ګوند سېنېټر مېټ رومني هم د تور په حق کي رایه واچوله.

پر ډونلډ ټرمپ تور وو چي د اوکراين ولسمشر ته يې ويلي وو چي د امريکا پخواني مرستيال مشر جوبايډن او د هغه د زوی پرضد د درغلی قضيه پرانېزي. جوبايډن د ۲۰۲۰م کال ولسمشريزه انتخاباتو کي د ډېموکراټ ګوند له لورې د ولسمشر ټرمپ ممکنه سيال دی.

خو ولسمشر په پرله پسې توګه دا تورونه رد کړي ول.