کور / راپور / د احسان الله احسان څرک مالومولو په هکله د پېښور هايکورټ ته درخواست سوی دی

د احسان الله احسان څرک مالومولو په هکله د پېښور هايکورټ ته درخواست سوی دی

د پاکستاني طالبانو د پخواني وياند احسان الله احسان په تړاو نن د پېښور په هايکورټ کي درخواست جمع سوی او پکي غوښتنه سوې چي د احسان الله په هکله دي مالومات د خلګو سره شريک سي.

په دغه درخواست کي ويل سوي، چي عدالت دي دا مالومه کړي چي ايا د طالبانو وياند رشتيا هم له زندان څخه تښتېدلی او که په زندان کي دی.

دوې ورځي وړاندي پر خواله رسنيود احسان الله احسان په نوم ږغيز پېغام خپور سو او پکي ويل سوي چي د پاکستاني زندان څخه تښتېدلی دی.

فضل خان اېډوکېټ نن د پېښور هايکورټ ته خواست کړی، او په خواست کي يې مرکزي سيکرټري داخله، د خېبرپښتونخوا چيف سيکرټري، سيکرټري ډيفنس، د ايي اېس ايي مشر، د پوځ مشر، د قانون، بشري حقونو او پارلماني امورو سيکرټري داخل بلل سوي دي.

احسان الله احسان د ګڼو بريدونو ترڅنګ د ۲۰۱۴ کال د پېښور په ارمي پبلک سکول باندی د بريد مسؤوليت هم منلی وو. په دغه بريد کي شاوخوا ۱۵۵ پښتانه ماشومان ووژل سول.