کور / ترخې خبري / د پښتنو مينه او د پاکستانيو سرحدي ملېشو بې رحمي په دې کیسه کي اندازه کولای سئ !

د پښتنو مينه او د پاکستانيو سرحدي ملېشو بې رحمي په دې کیسه کي اندازه کولای سئ !

شاوخوا اته 8 ورځي وړاندي یوې ناروغې ماشومې (کائنات) مور د ډيورنډ پر فرضي کرښه د تورخم دروازې ودرېده ، خو ویزې نه لرلو له امله اجازه ور نکړل سوه چې خپله ناروغه لور خپل پښتون پېښور ته د درملنې لپاره یوسي ، دلته ماشومه لور د ناروغۍ په داسي حالت کي چي مرګ او ژوند پر پوله ولاړ حالت دی ، هلته د پاکستانيو سرحدي ملېشو د ویزې نه لرلو په وجه نه اجازه، د وړې کائنات مور داسي مايوسه کړه چي له څو شېبو فکر وروسته يې پرېکړه وکړه، چي خپله وړه ګلالۍ کائنات یې پر کرښه اوښتونکي بلي پردۍ ښځي ته په لاس ورکړه ، ورته يې وويل چي پېښور ته يې يوسي او هلته یې درملنه ور وکړي، د وړې کائنات په مور په داسي حال کي چي ترسترګو يې په شړک اوښکې څڅیدې هغي بېګانه ښځي ته وویل؛ “که لور مي ښه سوه خو په یوه طریقه یې بېرته راکړه او که مړه سوه، نو همغلته پېښورکي یې خاورو ته وسپارئ”.


يادي ښځي ماشومه نجلۍ تر کرښي را اوښتو وروسته يو پلنګ کوچ والا ته وسپارل چي لومړی کس د “اسلام بادشاه” په نوم يوه ځوان و چي انجلۍ يې له پلنګ کوچ والا څخه واخيستل او په پېښور کي يې د ايم ار ای MRI په نوم هسپتال يا روغتون ته ورسول ،
لومړی يې په خپل جېب کي ورسره اتو 8000 زرو کالدارو درملنه پرې وکړل کله يې چي د جېب شخصي پيسې خلاصې سوې ، نو يې د انجلۍ عکس خواله رسنۍ ته پورته کړ چي وروسته په دې پېښه د ټولي محکمي پښتونخوا پښتانه خبر سول او له کائنات سره د همدردۍ او د هغې د درملني د لګښت په موخه ډلي ډلي پښتانه روغتون ته ورغلل، چي دا مهال وړه کائنات په هماغه MRI روغتون کي تر درملني لاندي ده، د کائنات د درملني لپاره د پښتونخوا وطن د کوټ کوټ څخه هسپتال ته ورغلو خلکو په لکونو روپۍ ور ټولي کړې ، څو د زوی کائنات درملنه پرې وکړي ،

پښتنو نه يوازي د همدغي يوې کائنات ژوند وژغوری ، بلکي په ميليونونو پښتنو افغانانو کي لا هم د داسي زرګونو وړو کائناتو د ژوند ژغورني او همدردۍ اجتماعي حس ژوندی دی .

*يادونه :
که دغه کيسه د نړۍ نورور ژبو ته وژباړله سي نو د پښتنو د ميني او د اجتماعي همدردۍ د حس او پنجابي ظالم رياست بې رحمي او سخت زړي توب يو ډېر ښه پرتليز انځور هغوی ته لېږدولای سي .

#عظيم_ممتاز