کور / #PTM / عدالت په دوو مقدمو کي د منظور پښتين ضمانت منظور کړ

عدالت په دوو مقدمو کي د منظور پښتين ضمانت منظور کړ

د ډېره اسماعيل خان عدالت د پښتون ژغورني غورځنګ د مشر منظور پښتي په دوو مقدمو کي د ضمانت درخواست منظور کړی دی.

نن د شنبې په ورځ د ډېره اسماعیل خان په ضلعي محکمه کي قاضي شاکرالله د منظور پښتين د ضمانت پرېکړه واورول.

په دغه پرېکړه کي ويل سوي، چي پر منظور پښتين د آيين ماتولو کومه مقدمه ثابته نه سوه، نو ځکه هغه په دې مقدمه کي بري دی.

منظور پښتين د جنورۍ پر ۲۸ نېټه په پېښور کي پاکستاني پوليسو ونيوی او د محکمې په غوښتنه يې د ډېره اسماعيل خان زندان ته ولېږدوی.

پر ښاغلي پښتين د آيين ماتولو دروغجني مقدمې درج سوي دي چي نن يې په محکمه کي د دوو مقدمو ضمانت وسو.

دمنظور پښتین وکیل عبدالمجید وايي، دمنظور سیشن کورټ په دوو مقدمو کۍ دمنظور پښتین ضمانت منظور کړ خو پر هغه نوري مقدمې هم درج دي چي د دوشنبې په ورځ به محکمه کي ورباندي بحث وسي.

ښاغلی مجيد زياتوي، پر هغه دوې نوري مقدمې هم درج سوي دي خو په دغه مقدمو کي به دمنظور ضمانتونه ځکه وسي چي په ورته مقدمو کي د پي‌ ټي ایم د نورو مشرانو او فعالینو ضمانتونه لا له وړاندي سوي دی.